لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دعوه کوي چې په کابل او تخار کې یې په عملیاتو کې د داعش ډلې نهه وسلوال وژلي دي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي د دوی ځانګړو ځواکونو په کابل او نورو سیمو کې د داعش خراسان ډلې د وسلوالو خلاف د پلټنې عملیات کړي او دعوه کوي چې د هغوی نهه تنه وسلوال یې وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

پر کابل د واکمنو طالبانو حکومت په تېرو میاشتو کې په وار وار ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې په عملي توګه وجود نه لري، خو په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې یې څو ځله د داعش ډلې پر مرکزونو دعملياتو خبر ورکړى دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې ویلي، د دوی ځانګړو ځواکونو د جمعې او شنبې- خالي په شپه د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په کابل ښار کې د داعش ډلې پر یوه مهم مرکز عملیات کړي او دغه مرکز یې ختم کړی دی. مجاهد لیکلي:

"لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په اړوندو سیمو کې د داعشیانو يو پټنځای کشف شو او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول. د دغو عملیاتو په نتیجه کې د داعشي ملیشو شپږ تنه ووژل شول".

ذبیح الله مجاهد وایي په عملیاتو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو یو عسکر هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

مجاهد دعوه کړې چې د داعش خراسان ډلې له دغو وسلوالو یې وسله کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، چاودېدونکي مواد او يو کرولا موټر هم تر لاسه کړي دي.

بل لور ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په ورځ وویل، حکومتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته د جمعې په شپه په شمالي ولایت تخار کې د داعش ډلې پر یو مرکز برید کړی دی.

وزارت وایي دغه عملیات په دشتِ قلا سیمه کې شوي چې وایي د داعش ډلې د یو مهم قومندان په ګډون درې تنه پکې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت په بیان کې دعوه شوې چې د کابل په پرونیو عملیاتو کې وژل شوي د داعش خراسان ډلې هغه وسلوال شامل دي چې وایي د کابل د وزیراکبر خان جومات، د کابل د دشتِ برچي سیمې پر کاج تعلیمي مرکز او نورو بریدونو کې یې لاس درلود.

د ستمبر پر 30مه چې د کابل په دشتِ برچي سیمه کې پر «کاج تعلیمي مرکز» برید شوی وو، 53 تنه پکې وژل شوي او 110 نور پکې ټپیان شوي وو، په پېښه کې وژل شوي او ټپیان اکثره یې زده کوونکې نجونه وې.

تر دې خونړي برید څو ورځې مخکې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې هم په یو موټر کې د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو په وسیله پر یو جومات وسلوال برید شوی وو،‌ چې اووه کسان پکې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون 41 نور پکې ټپيان شوي وو.

د دغو دواړو بریدونو ذمه وارۍ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دي اخیستي، خو طالبان د دغو دواړو بریدونو تور په داعش خراسان ډلې پورې کوي.

داعش خراسان ډلې تر اوسه په کابل او تخار کې د دوی پر مرکزونو د عملیاتو او د خپلو وسلوالو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي داعش ډلې د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي چې په هغوی کې د طالبانو پر ځینو ملاتړو دیني عالمانو، پر شیعه مسلمانانو او د صوفیانو پر جوماتونو بریدونه شامل دي.

که څه هم طالبانو په وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان ډلې په ضد د ګڼ شمېر عملیاتو خبر ورکړی او وایي چې دا ډله د دوی د حکومت په وړاندې لوی خطر نه دی، خو امریکایي چارواکي دا ډله په افغانستان کې یو لوی چېلنج ګڼي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ وي او اې ته په خپله تازه مرکه کې وویل، روانه میاشت په قطر کې له طالبانو سره په ناسته کې دواړو غاړو د داعش پر زیاتېدونکي خطر خبرې وکړې.

ښاغلی ویسټ وایي داعش ډله د امریکې او افغانانو دواړه دښمنه ده او وایي پر هزاه توکمه شیعه مسلمانانو د دې ډلې بریدونه باید تم شي. ټامس ویسټ وایي طالبانو دا ورته واضح کړې چې له داعش سره به جنګېږي او د دوحې په تړون کې خپله دا ژمنه به پوره کوي چې د افغانستان له خاورې به هیڅ یوه ترهګره ډله امریکې او متحدینو ته یې خطر نه پېښوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG