لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پښين کې د پوليو ضد ټیم باندې بريد کې ساتونکی پوليس وژل شوی


د پاکستان د بلوچسان صوبې په پښين ضلع کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې نامعلومه کسانو بريد کړی چې پکې د ټیم په ساتنه مامور پوليس اهلکار وژل شوی دی.

دا پېښه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [25 اکتوبر] د پوليو کمپاين په مهال شوې ده.

د پښين ضلعې ډپټي کمشنر ياسر خان بازي د پېښې په اړه ويلي، د پوليو ټیمونو سره ساتونکي پولیس په ډيوټۍ دي، او د يادې پېښې وروسته ساتونکي نور هم سېوا کړی شوي دي.

هغه وويل د يادې پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي او هڅه کوي چې زر په پېښه کې ککړو کسانو ته ورسي.

د پوليو په ټیم د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په پښین کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پرون راهسې د صوبې په 19 ضلعو کې د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.

د راپورونو ترمخه په بلوچستان صوبه کې د کال 2012 راهسې د پوليو ضد څاڅکو په ټیمونو باندې بريدونو کې 22 ساتونکي اهلکار او 10 د پوليو کار کوونکي وژل شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو په ټیمونو د بريدونو پېښې کيږي.

پاکستان کې د پوليو پروګرام د خاتمې د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې مخې ته راغلي دي.

د پېښو په 20 کېسونو کې 17 يواځې په شمالي وزيرستان، دوه په لکې مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوی دی.

د پولیو د مخنيوي د نړيوال پروګرام ترمخه سږ کال تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د پوليو 29 نوې کېسونه ثبت شوي چې تر ټولو زيات ، 20 پکې په پاکسان کې دي، دوه په افغانستان کې، او باقي پاتې نورلږ شمېر په سويلي ختیځه افریقا کې کمزورې کېسونه دي چې د پاکستان نه خواره شوي دي.

په داسې حال کې چې د پولیو ضد نړیوالې هڅې ګړندۍ کیږي، افغانستان او پاکستان د پولیو وايرس وروستی مرکز پاتې شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پښتنوپه سیمو کې د پوليو ضد د منفي تبلیغاتو ، روانې جګړې، ناامنۍ، لرې پرتو ځایونو ته د رسايۍ مشکلات، د خلکو بې ځايه کېدل، او د واکسینو پر ضد مزاحمت د پوليو د واکسین هڅې محدودې کړي دي.

پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وخت په وخت دعوه کوي چې د پوليو د خاتمې په لړ کې غټه ستونزه د مياندو پلارانو لخوا ماشومانو د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کول دي.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [24 اکتوبر] چې د پوليو ضد نړيواله ورځ نمانځل شوې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، پوليو يو وژونکی وايرس دی ماشومان معذوروي، راتلونکی يې د مشکلاتو سره مخ کوي او ملي پرمختګ کمزوری کوي.

هغه ویلي د بده مرغه پاکستان کې اوس هم پوليو شتون لري او عزم یې څرګند کړی چې د پوليو وايرس ختمولو دپاره به يې حکومت نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG