واشنګټن ــــ د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري اندېښنه څرګنده کړې چې وایي پرون 400 ورځې پوره شوې خو طالبانو لا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بیرته نه دي پرانیستي.
د 2021م کال په ستمبر میاشت کې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه تر څو ګنټو پرانیستلو وروسته بند کړي د 13 میاشتو پر تېرېدو باوجود یې لا هم بیرته نه دي پرانیستي.
د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري- چې پرله پسې پر طالبانو ټینګار کوي- یو ځل بیا یې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي 400 ورځې تېرې شوې چې طالبانو لا هم نه یواځې د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی بلکې اوس یې په پوهنتونونو کې هم د هغوی تعلیم ته خنډونه پېښ کړي دي.
رینا امیري د نهې- سه شنبې په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، باوري رپوټونه یې تر لاسه کړي چې طالبانو هزاره نجونې د کابل پوهنتون له هاسټله ایستلې او د هغوی د تعلیم راتلونکي ته تاوان رسوي.
امیري د رپوټونو په بنیاد ویلي، طالبانو نجونې د پوهنتون د داخلې له امتحانه هم په دې خاطر ایستلې دي چې ورته ویلي یې دي ځینې پوهنځي یا فیکلټۍ د دوی لپاره ګران دي. مېرمن امیري لیکلي:
"طالبان نه شي کولای چې د نیمې ابادۍ له تعلیم او کارونو انکار وکړي او بیا دعوه وکړي چې افغانستان به د اقتصادي خپلواکۍ پر لور پرمختګ وکړي. د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو تعلیم له غربته د را ایستلو او د هیلو یواځینۍ لاره ده".
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د پرانیستلو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو مخکې یې په وار وار ویلي دوی په دې اړه کار کوي او د ټولو اسانتیاوو تر برابرولو وروسته به د هغوی سکولونه بیرته خلاس کړي.
طالبانو د رینا امیري تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د لوړو زدکړو وزارت یې تېره اوونۍ ویلي وو، چې د کابل پوهنتون له هاسټله یې د ځانګړي قوم جینکۍ د تعصب په بنیاد نه دي ایستلې بلکې ځینې نجونه یې د پوهنتون له اصولو د سرغړونې له کبله ایستلې دي.
د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار هم اندېښنه څرګنده کړې چې طالبانو له 400 ورځو راهیسې د نجونو پر ثانوي تعلیم بندیز لګولی دی. مېرمن هیدر بار پر ټویټر لیکلي:
"دې بندیز له مخکې لا نجونو، د هغوی کورنیو او وطن ته نه ادا کېدونکی تاوان اړولی دی او دا تاوان ورځ په ورځ پسې ژور کېږي".
پر ټولنیزو رسنیو د نجونو د تعلیم لپاره نورو مبارزه کوونکو هم یو ځل بیا له طالبانو په کلکه غوښتي چې جینکو ته د تعلیم حق ورکړي.
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزی- چې پر ټویټر له تېر کال راهیسې پرله پسې د افغانو نجونو د بندو سکولونو د پرانیستلو لپاره ږغ پورته کوي- په یو تازه وېډیو پیغام کې ویلي:
"په لکونو افغانې نجونه د تعلیم له بنیادي حق نه محرومه کړی شوې دي، زه د طالبانو د رژیم نه یو ځل بیا دا تپوس کوم چې تاسو د کوم دین، مذهب، قانون او رواج لاندې په افغان نجونو د تعلیم دروازې بندې کړې دي؟".
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، له تېر کال راهیسې د ښځینه خبریالانو په ګډون ښځې د ژوند له ټولو څانګو پرله پسې ایستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي د تېر کال له ستمبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې پر مېډیا بندیزونه زیات شوي او د خبریالانو د خوندیتوب ټول قوانین ختم شوي دي. وایي په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې پرله پسې په نخښه کېږي او له رسنیو د هغوی د ایستلو پرله پسې هڅې کېږي.