لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د ریښتینې ازادۍ لپاره مارچ کوو. نواز شریف: د خپلې خوښې پوځي مشر ټاکلو لپاره مارچ کوي


اسلام اباد ــــ د مسلم ليګ ن مشر او پخوانى وزير اعظم نواز شريف ويلي، د عمران خان لانګ مارچ يا لاريون د څه انقلاب يا بدلون د پاره نه بلکې پخپله خوښه د پوځ د سر لښکر لګولو لپاره دی.

په خپل يو ټويټ کې نواز شريف وويل د عمران خان انقلاب څلور کاله په واک کې د ده د پاتې کېدو په وخت خلکو اوليدو. نواز شریف پر عمران خان د بهرنیو فنډونو، توشه خانې او 50 اربه روپیو د "غلا" تورونه هم لګولي دي، عمران هم تل پر نواز شریف دې ته ورته تورونه لګوي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان لخوا لانګ مارچ يا لاريون اټکل وروسته د ګوند يو مشر اسد عمر ويلي دي، دا لاريون به د اسلام اباد په لور د لاهور څخه د روانې مياشتې په ٢٩ نيټه روانيږي او د نومبر په څلورمه به پايتخت ته رسيږي.

عمران خان وایي دا لانګ مارچ د هيواد د ريښتینې ازادۍ لپاره دی او غوښتنه کوي چې موجوده حکومت دې مستعفي شي او د نویو ټاکنو د نېټې اعلان دې وکړي او که ټاکنو کې بريالي شول نو بيا دې د پوځ د مشر ټاکنه وکړي.

خو مرکزي وزير احسن اقبال د توشه خانې ريفرنس او غير ملکي غير قانونه پيسو قضيو نه د اين آر او اخیستلو مارچ ګڼلی دی او ويلي یې دي، ټاکنې به راتلونکي کال اکتوبر کې کيږي.

احسن اقبال وایي د دې نه وړاندې سیند او بلوچستان صوبې- چرته چې سيلابونو غټه تباهي کړې ده- عمومي ټاکنو ته تيارې نه دي. يو شخصي ټيلیوژن سره خبرو کې احسن اقبال وويل:

"عمران خان د ملکي ادارو د سياسي کولو په ايجنډا کار کوي او په هيواد کې اړی ګړی خورول غواړي".

نوموړي وويل کله چې هم د پاکستان او چين د مشرانو تر منځ مهمه غونډه کيږي عمران خان دا رقم ډرامې جوړوي.

مرکزي وزير زياته کړه وزير اعظم شهباز شريف به د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د چين په سفر روانيږي او له چینایي صدر شي جینپینګ سره به د دوه اړخيزه اقتصادي اړيکې د لا پیاوړي کولو او په پاکستان کې د چینایي پانګونې باندې خبرې کوي.

احسن اقبال وويل د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به هم د نومبر مياشت کې د پاکستان سفر کوي او زياته یې کړه دا ټوله ډرامه عمران خان پاکستان په اقتصادى توګه د کمزوري کولو او هيواد کې د اړي ګړي پيدا کولو لپاره کوي.

بل لور ته د پي ټى ای يو مشر فيصل واوډا دا د عمران خان په مشرۍ لانګ مارچ خونړی ګڼلی او ويلي یې چې په دې کې د خلکو د وينو تويېدلو او وژنو قوي امکان دی.

د کورنینو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله هم ويلي د استخباراتي ادارو د رپوټونو له مخې د دې لانګ مارچ نه هيواد دښمن خلک ګټې تر لاسه کولی شي او په دې کې اړی ګړی کولی شي.

له يو شخصي ټيلیوژن سره خبرو کې نوموړي خبرداری ورکړی که مارچ کوونکو حساسې سيمې ريډ زون ته د ورننوتلو هڅه وکړه پر ضد به یې سخت ګامونه پورته کوي او د دې مقصد لپاره به د ایىن د ٢٤٥ مادې لاندې پوځ هم پر ځای کوي.

رانا ثنا الله ويلي په هيڅ صورت به رياست د دې وسلوالې ډلې په حوله نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG