لاس رسیدونکی لینک

 
په جګړو کې ښکېل هېوادونه د پخوانيو افغان کمانډوز ګومارلو هڅې کوي، رپورټ
تازه خبر

په جګړو کې ښکېل هېوادونه د پخوانيو افغان کمانډوز ګومارلو هڅې کوي، رپورټ


د امريکې فارن پاليسۍ مجلې او د افغانستان د تېر حکومت د ملي پوځ د ځانګړو عملياتو د کمانډوزو مشر ويلي، په جګړو کې ښکېل هېوادونه هڅې کوي چې د افغانستان د تېر حکومت کمانډوز د جګړو دپاره وګوماري.

فارن پاليسۍ مجلې ويلي تير کال د طالبانو په واک کې د راتلو او امریکې د افغانستان څخه وتلو وروسته د 20000 نه تر 30000 پورې افغان کمانډوز په افغانستان کې پاتې شوي وو او يواځې يو څو سوه افسران ویستل شوي وو.

د خبر ترمخه د زرګونو په شمېره کې افغان پوځيان ګاونډي هېوادونو ته تښتېدلي ځکه چې ګڼ پکې طالبانو وژلي دي، او په دوی کې ګڼ په افغانستان کې د نيولو او مرګ له ويرې پټ دي.

په خبر کې د دغو کمانډوزو له قوله ویل شوي چې د دوی سره رابطې شوي چې د روس لخوا د اوکراين پرضد جګړه کې د روس د پوځ سره ملګري شي يا پکې شامل شي.

په خبر کې زیاته کړی شوې ده امریکا روزلي دغه ځواکونه چې د 20 کلونو پورې په افغانستان کې د امریکا او نورو اتحادي ځواکونو سره يو ځای اوږه په اوږه جنګېدلي، کولی شي چې د روس لخوا د اوکراين پرضد جګړه کې بدلون راولي.

د افغانستان د تېر حکومت د ملي پوځ د ځانګړو عملياتو د کمانډوزو مشر محمد فريد احمدي امریکا غږ ته ويلي، چې مخکني افغان کمانډوز د نړۍ په شپږو سيمو، قره باغ، اوکراين، يمن، ايران، شام او روس کې په وړو ډلو کې موجود دي.

هغه ويلي، د اوکراين، شام او يمن په څېر جګړو کې ښکېلو خواو د افغان کمانډوزو څخه د دوی په ليکو يا په دوی کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

فريد احمدي هم ويلي، چې په افغانستان کې پاتې کمانډوزو کې ځينې د طالبانو لخوا نيول شوي او سختې ناوړه سزاګانې ورته ورکړل شوي دي، او دوی په پټو بندي خانو کې ساتل کيږي چې نړۍ پرې خبر نه شي او زياته کړې يې ده په دوی کې ځینې د پېسو په بدل کې يا قومي مشرانو په ضمانتونو خوشي کول کيږي خو دوی ته ويل کيږي چې د بند او سزاګانو حال به د چا سره نه شريکوي.

په افغانستان کې په واکمنو طالبانو دا تورونه په داسې حال کې لګي چې طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د عامې معافۍ ويلي وو.

او د دسمبر په میاشت کې طالبانو ويلي وو، مشر ملا هېبت الله اخونزاده یې خپلو وسله والو ته امر کړی چې د پخواني حکومت غړو ته دې د تېرو وختونو په "جرمونو" سزا نه ورکوي.

فارن پاليسۍ مجلي په خپل خبر کې د افغانستان د يو پخواني امنیتي چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط د هغه له قوله ويلي، د افغان کمانډوزو د روس په پوځ کې شاملېدل به د اوکراين د جګړې په مېدان کې لوبه بدله کړي د کوم څه چې د روس صدر ولاديميرپيوټن هڅه کوي چې دوی د کرايې په بدنام زمانه [واګنر ګروپ] کې وګوماري.

د خبر ترمخه واګنر مشکوک ګروپ يا تنظيم دی چې په رسمي ډول وجود نه لري خو ويل کيږي چې هغه د ولاديمیر پيوټن نزدې ملګری يا مرستيال يوګيني پريګوزون چلوي چاته چې د روس د فېډرېشن پوځ فنډ ورکوي.

د امریکا غږ د خبر ترمخه د امریکا کانګرس هم ويلي چې افغان کمانډوز د روس واګنر ګروپ ګوماري. او د امريکا د استازو د اېوان د بهرنيو اړيکو د کمېټۍ مشر مايکل مککال د افغانستان د دغو ځواکونو په خوندي ډول نه خارجولو باندې تنقيد کړی وو.

مايکل مککال تېر کال خبرداری هم ورکړ ی وو چې د افغانستان د مخکي ملي پوځ ځانګړي ځواکونه چې د امریکا مخالفه هېوادونه يې ګوماري امریکا د خطر سره مخامخ کوي.

فريد احمد ویلي، د تير پوځ اهلکار يې د افغانستان رښتوني وفادار دي خو دوی اوس د خپلو سياسي مشرانو د خيانت له امله مايوسه، غمجن او بې برخليکه دي.

د فارن پاليسۍ مجلې په خبر کې د افغان کمانډوزو د يو پخواني افسر له قوله ويل شوي، افغان کمانډوز د واګنر ګروپ لخوا ګومارل کیږي، هغه ويلي دا اوس يو حقيقت دی او زیاته کړې يې ده دوی به د روس دپاره نه جنګيږي روس يې دښمن دی خو دوی به بيا نور څه کوي.

په خبر کې ویل شوي د ځينې پخواني کمانډوزو سره د وټس اېپ او سګنال د لارې د روس لخوا د اوکراين په جګره کې په بهرني لښکر کې د شاملېدو دپاره رابطه شوې او ويل کيږي دغو خبرونو د افغانستان پخواني پوځي او امنیتي افسران اندېښمن کړي دي چې د 10000 پورې پخواني کمانډوز به په ممکنه توګه د روس وړانديزونو ته د منلو وړ وي.

په خبر کې د يوې بلې امنیتي سرچينې له قوله ويل شوي چې دغه کمانډوز نه هېواد لري، نه دنده لري، نه راتلونکی لري دوی هيڅ نه لري چې د لاسه يې ورکړي.

هغه زیاته کړې دا هیڅ مشکله نه ده ځکه چې دغه کمانډوز په پاکستان کې د ورځې په سر د درېو نه تر څلورو امریکايي ډالرو پورې او په ايران او ترکي کې د لسو امریکايي ډالرو پورې کار کولو ته انتظار کوي نو که واګنر دوی ته د 1000 ډالرو وړانديز کوي دوی به يې رد نه کړي.

فريد احمدي ویلي، 18 مياشتې وړاندې چې په دغو کمانډوزو کې 22000 د ده سره په قوماندانۍ کې وو هغه ورته وړانديز او خبرداری ورکړی چې ځانونه د دغه خطرناک ځای او کار څخه وساتي او د ملي ګټو په ځای په پېسو ځانونه په پرديو قدرتونو خرڅ نه کړي.

د فارن پاليسۍ خبر او افغان پخواني جنرل دعوو ته د روس د حکومت لخوا تراوسه کوم غبرګون نه دی ویل شوی.

[خبر د وي او اې اشنا او فارن پاليسۍ مجلې په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG