لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: روسیه ښايي ايران ته له مظاهره کوونکو سره د چلند په اړه مشوره ورکړي


واشنګټن - امریکا وايي اندیښنه لري چې مسکو ممکن تهران ته د مظاهرو د کنټرولو لپاره د ځینې ګامونو په اړه مشورې ورکړي.

د وایټ هاوس ویاندې کارین ژان پییر د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د بایډن اداره د ایران د خلکو ملاتړ کوي. اغلې ویره څرګنده کړې چې د ایراني مظاهره چیانو په مقابل کې د ایران او روسیې ترمنځه د همکاريو امکان دی.

جین پییر خبریالانو ته وویل: "موږ د ایران د زړورو وګړو او زړورو میرمنو سره ولاړ یو چې همدا اوس د خپلو اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره مظاهرې کوي."

هغې زیاته کړه "امریکا اندیښنه لري چې مسکو ممکن تهران ته د مظاهرو د اداره کولو لپاره د ځینې ګامونو په اړه مشورې ورکړي". اغلې پییر روسیې ته په اشاره وویل د پراخې تجربې په اساس دا خبره کوي چې روسیه هم په خپل هېواد د مظاهره چیانو مخه نیسي.

ژان پییر زیاته کړه، هغه شواهد چې ایران د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره مرسته کوي، روښانه او ټولو ته څرګند دي.

اوکراین او د امریکا په ګډون لویدیځو متحدینو یې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې له خوا پر اوکراین د برید لپاره بې پیلوټه الوتکې د ایران له خوا برابرې شوې وې. روسیې د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول رد کړي او ایران بیا روسیې ته د هغوي اکمالات رد کړي دي.

په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ د امریکل ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، روسیه او ایران په ګډه کار کوي چې د ایرانیانو بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې کړي او همداراز د اوکراینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

ښاغلي کربي وییلي " موږ به د هغو کسانو په وړاندې لګښتونو ته دوام ورکړو څوک چې د سوله ایزو لاریون کونکو پروړاندې تاوتریخوالی کوي یا په بل ډول د دوي د ځپلو هڅه کوي."

کربي زیاته کړې چې امریکا د ایراني میرمنو او د ایران د ټولو وګړو سره چې په خپل زړورتیا سره نړۍ ته الهام ورکوي، ولاړه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG