لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لانګ مارچ او د پوځ مطبوعاتي کانفرنس_پټې او ښکاره خبرې


د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل ندیم انجم او ویاند جنرل بابر افتخار مطبوعاتي کانفرنس نه وروسته، د پاکستان د پخواني وزير اعظم عمران خان د ګوند تحریک انصاف یو مشر اسد عمر دا منلې چې اوسني پوځي مشر جنرل باجوه ته په څوکۍ د پاتې کېدو لپاره ودانديز شوی وو.

د عمران خان د احتجاجي مارچ نه یوه ورځ وړاندې د پوځ مطبوعاتي کانفرنس کې ځېني داسې خبری هم څرګند شوې چې مخکې په مېډیا کې اوړېدې راوړېدې خو پوخ ثبوت یې نه وو. یو مثال یې جنرل باجوه ته د نا معلومه مودې پورې په څوکۍ د ناستې وړاندیز او بل دا چې عمران خان د پوځ مشر سره د کوم جوړ جاړي لپاره د شپې ملاقاتونه هم کړي. د ایي اېس ایي مشر ووېل په دغو ملاقاتونو کې د غېر اییني کارونو غوښتنه شوې وه خو پوځ یې ملګرتیا نه کوله.

پوځ په کېنیا کې د وژل شوي خبریال ارشد شریف د عمران خان د ګوند تر واک لاندې د پښتونخوا نه د هغه دوبۍ ته تلل او په دغه اړه د طالبانو د کومې ډلې لخوا ارشد شریف ته د ګواښ د یو لیک په اړه هم پوښتنې کړي او وايي پلټنې به کوي چې خبریال څنګه وژل شوی وو.

په سوشل ميډيا او په خصوصي توګه په ټوېټر باندې د مطبوعاتي کانفرنس په اړه تاوده بحثونه روان دي. د پوځ دريځ چې جنرل بابر افتخار د وژل شوي خبريال ارشد شريف پېښور ته لېږل او بيا دوبۍ ته رسول موضوع کېدل او د استخباراتي ادارې اي ايس اي د مشر جنرل نديم انجم وينا چې ولې د پوځ د مشر لا د پوځ خلاف کرکه راپارول کيږي؟

د پوځ پرېس کانفرنس ته ولسي غبرګون

د اسلام اباد هاي کورټ پخوانی جج شوکت عزيز صديقي په خپل ټوېټر ليکلي چې “د ډي جي اي ايس اي د پوځ د وياند سره يو ځای (خبري کانفرنس ته) راتلل عادي خبره نه ده. دا ګام ښکاري چې ډېر ژور دی او پخې اغېزې به ولري. دا ښايي چې طاقتوره اشرافيا پرېکړه کړې چې د ځينې داسې خلکو علاج وکړي چې د پاکستان د کمزوري کولو سازشونه کوي”.

خبريال احمد نوراني په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:

ډي جي اي ايس اي د دې خبرې پخلی کړی چې د پوځ مشر د شپې په تياره کې د سياستمدارو سره ويني کومه چې ډېره بده خبره ده”.

تېرو ورځو کې ميډيا رپورټونه خواره کړي وو چې عمران خان د پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره پټ ليدل کتل کړي چې د عمران خان ګوند پرې چپه خله و خو ولې اوس د اي ايس اي مشر جنرل نديم انجم د هغې اعتراف وکړو.

جنرل انجم دعوه کړې په ياد ملاقات کې جنرل باجوه ته د نامعلوم وخته پورې د پوځ د مشر پاتې کېدو وړانديز هم شوی و خو جنرل باجوه ورسره ونه منل.

د جماعت اسلامي جنرل سيکرټري سنيټر مشتاق احمد خان په ټوېټر ليکلي “نن ولس ته خبر ورکړل شو چې کمپني بهادر په ډېر کوښښ جوړ کړی دوکان بيرته وتړي او سامان يې راټول کړي. بيلو بيلو برخه والو ته خپله خپله برخه بيرته د دې اعلان سره ورکول کيږي چې کمپني به په راتلونکي کې د څه قسمه ورکړه راکړه ذمه واره نه وي. بس خبره نوره خلاصه ده”.

مريم نواز په يو لنډ ټويټ کې ليکلي “عمران خان اوټ شو”.

د خبريال ارشد شريف وژنه او روانه تنازعه

د عمران خان په ګوند د ارشد شريف د وژنې سازش تپل کيږي او د تحريک انصاف غړي ګڼي د پاکستان استخباراتي ادارې د مړ خبريال په وژنه تورنې دي.

د عمران د لانګ مارچ په اړه د هغه د ګوند غړي فيصل واوډا خبري کانفرنس ته ويلي چې لانګ مارچ به ډېر خونړی وي چې په غبرګون کې ورته د خپل ګوند خلکو د اېسټيبلېشمېنټ ايجنټ ويلي.

خو په دې اړه صديق جان په خپل ټوېټر ليکلي “د فيصل واوډا نه تمه کېده چې د پرېس کانفرنس نه وروستو به نېغ د ارشد شريف د مور خوا له ځي خو نه لاړو. د ارشد شريف مور د هغه ملګري کور ته راغوښتلي وو خو دی پکې نه دی راغلی. ستا داسې دومره څه ضروري کارونه دي چې ته د هغه کور ته نه يې تللی؟

په سوشل مېډیا دا بحث هم دغسې روان دی او کېدای شي عمران خان هم د لانګ مارچ په وخت د پوځ په رول او دارشد شریف د وژنې په اړه د ځان د سپیناوي په اړه ویناوو ته لا نور زور ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG