لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوليس دعوه کوي چې د پخواني چيف جسټس محمد نور مسکانزي تورن قاتل يې نيولی


په بلوچستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې يا سي ټي ډي پوليسو مشر اعتزاز ګورايه په کوټه کې په خبري کانفرنس کې وويل، د بلوچستان د پخواني چيف جسټس محمد نور مسکانزي په وژنه کې ککړ تورن کس يي نيولي.

"ياد تن مو پرون له خاران څخه نيولی، موټر سايکل چې په ياده پېښه کې استعمال شوي دی هغه مو ځيني نيولی، توپنچه او دوه لاسي بمونه مو هم ځيني نيولي دي، او دا د فرانزک لپاره لېبارټري ته لېږو چې وګورو ايا نيول شوې توپنچه په بريد کې استعمال شوې او که بله."

اعتزاز ګورايه وويل، په قتل کې ککړ نيول شوي تن پوليسو ته ويلي چې د ياد بريد پر وخت ورته لارښونه له ګاونډي ملک څخه ورکول کيده او قاتل د دې خبرې اعتراف هم کړی دی۔


د سي ټي ډي له لوري خبريالانو ته د نيول شوي تورن کس ويډيو پېغام هم ښکاره کړای شو.

په دغې ویډیو کې يو تن ځان د شفقت الله په نوم معرفي کوي، او د پخواني جج د وژلو د پېښې پړه مني، وايي له کال 2020م څخه يې په بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلي "‌بي ايل اې" کې له شموليت پس يې د ګاونډي ملک ايران و بلوچستان ته په څيرمه سيمو کې وسلوال تربيت تر لاسه کړی او له هغه پس يې د بلوچستان په خاران او شاوخوا سېمو کې د ملګرو په شمول وسلوال فعاليت پيل کړی و۔

د سي ټې ډي ډي مشر اعتزاز ګورايه په خپلو خبرو کې وويل، دی دا نه وايي چې د ترهګرو تر شاه به ګاونډي ملک او حکومت لاس لري خو ګورايه وويل چې د دې تر شاه د ځينو خلکو لاس کېدای شي او د ګاونډي ملک خاوره استعماليږې۔

ګوارايه زياته کړه، چې په دي هکله به له ګاونډي ملک سره پر مرکزي او سفارتي کچه رابطه کوي.

په لومړيو پلټنو کې نيول شوي تن دا منلي چې ياد بريد، هغه او و د هغه ملګري په ګډه کړی، او د دې بريد حکم د همسايه ملک له خاورې څخه ورکول شوی چيري چې د هغوی کمانډر موجوده و، پدې اړه به موږ له همسايه ملک سره پر سفارتي کچه رابطه نیسو".

د ايران د خاورې د استعمالېدو د تازه پاکستاني تورونو په اړه د ايراني حکومت کوم دريځ سم دستي مخې ته نه دی راغلی

تر دې وړاندې هم د پاکستاني چارواکو لخوا داسې تورونه پر ايران لګېدلي، خو نه داچې ايران داسې تورونه رد کړي بلکه وخت وخت نا وخته يې تور پورې کړی چې د پاکستان د بلوچستان له خاورې ځيني مذهبي توندروه تنظيمونه د ايران پر خاوره وسلوال فعاليت کوي او د نا امنۍ په خپرولو کې لاس لري.

د فېډرل شريعت کورټ پخوانی جج او د بلوچستان هايي کورټ پخوانی چيف جسټس محمد نور مسکانزی روانه مياشت د اکتوبر پر 14مه د ماخوستن د لمانځه پر مهال په خاران ښار کې خپل کور ته نيژدي جومات کې په ډزو وژل شوی و۔

د ياد بريد زمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلي وه او رسنيو ته په ليږلي يوه اعلاميه کې يې دعوه کړې وه چې پخواني چيف جسټس د خپل قاضي توب په وخت کې په خضدار کې د لادرکه شوو بلوڅانو په يوه موندل شوي ډليز قبر کې تورن ککړ کسان بغير له کومې سزا خوشي کړي و.

محمد نور مسکانزی له کال 2014 څخه تر 2018م پورې د بلوچستان هايي کورټ چيف جسټس او د کال 2020م څخه تر کال 2022 مئ پورې د پاکستان د فيډرل شرعيت کورټ جسټس پاته شوی و.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG