لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د افغانستان د اقتصادي ناورین او سیاسي کړکېچ د حل لپاره بین الافغاني مذاکرات ګټور دي


د سياسي چارو افغان شنونکي وايي، د افغانستان موجوده خراب اقتصادي وضعيت او د سياسي کرکېچ پر مهال بین الافغاني مذاکرات او د يو ټول شموله حکومت جوړول د طالبانو او افغانانو په ګټه دي.

دې ته ورته خبره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټیلېفون د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ته کړې ده چې د هېواد په موجوده حالاتو کې بين الافغاني خبرې اړينې دي.

په دې هکله د سياسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې روان اقتصادي بحران او سياسي کړکېچ پرمهال دغه مذاکرات ډېر مهم دي.

نوموړي زياته کړه: "دا هغه غوښتنه ده چې تېر حکومت نه هم مونږه په رسنيو کې کوله چې بېن الافغاني تفاهم ته اړتيا ده خو د ښاغلي غني حکومت له همدې امله له واکه ختم شو او په ځای يې طالبان راغلل"

هغه وايي، که هغه مهال دغه ملي غوښتنه منل شوې وه نن به افغانان په يوې ملي لاره روان وو.

ښاغلي شفيق دا هم وويل: "اوس هم که کرزي صېب يا بل هرچا دا غوښتنه راوچته کړې ده نو دا د وخت اړتيا ده ځکه چې مونږه د کور دننه له ګواښونو سره مخ يو او د رسميت پېژندنې لپاره چې نړيوال ځيني شرايط ږدي په هغې باندې د طالبانو اسلامي امارت واکمني پاتې راغلې ده"

نوموړي زياته کړه که څه هم طالبان د هېوادوالو مشروعيت ترلاسه کولو لپاره د ښه حکومت کولو کوشش کوي خو د بهرني هېوادونو د لاسوهنې مخنيوي لپاره ملي تفاهم اړين دی.

"په عين وخت کې دا هم پکار ده چې ملي ډائيلاګ ترسره شي ځکه چې افغانان باورمند شي او د هيواد څخه و نه وځي، نو که په دې لاره دوی (طالبان) هم داسې روان وي لکه څنګه چې اوس روان دي نو ډېر خلک به د هېواد نه وځي او د بهرنيو هېوادونو لپاره د مداخلې او لاسوهنې انګېزه برابرېږي"

توماس وېسټ په ټويټر ليکلي وو چې په يادو خبرو کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او ځوانانو د راتلوونکې په اړه اندېښنه ښودل شوې.

نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو وايي د طالبانو حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو شنونکی امين الله احساس وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې اسلامي امارت د ملک دننه پراخه خبرو د لارې يو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي نو دا به د افغانانو په ګټه وي.

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل: " دا به سياسي بې ثباتۍ ته د پای ټکې کېږدي او يو با ثباته سياسي نظام به رامنځ ته شي او دغه شان د فقر او د لوږي په کنټرول کې به ښه تاثير ولري ځکه چې په دې سره به افغان حکومت وکولې شي چې له نړيوالو سازمانونو، د سيمې هېوادونو او د نړۍ ګوټ ګوټ سره تجارت وکړي او له دې سره به د افغانستان د اوسني وضعيت يوه حل لاره پېدا شي"

د بېن الافغاني مذاکراتو په اړه مو د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي او انعام الله سمنګاني سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

طالبانو څه باندې يو کال وړاندې د افغانستان واک ترلاسه کړې خو د دوی حکومت د نړۍ کوم يو هېواد هم په رسمي ډول نه دی پېژندلې.

نړيواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو لپاره له هغوی څخه د يو ټول شموله حکومت جوړولو، د جينکو او ښځو د تعليم او بشري حقونو خوندي کولو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG