واشنګټن ـــــ روس د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب نړۍ ته د غلو دانو د لېږلو د تړون عملي کول وځنډول چې په بنیاد به یې له اوکراینه تر نهه میلینه ټنو ډېرې غلې ته اجازه ورکول کېده او د نړیوال خوراکي بحران او د نرخونو په کمولو کې به یې مرسته کوله.
د روس د دفاع وزارت ویلي نور به د ملګرو ملتونو په مشرۍ تړون کې د تجارتي بېړیو د خوندیتوب ضمانت ونه کړي، ځکه چې وایي د اوکراین ډرون الوتکو د کرېمیا په ساحل کې په تور سمندرګي کې د شنبې- خالي په سهار د روس پر بېړیو برید کړی، خو اوکراین دا برید رد کړی دی.
د روس دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش له روس او اوکراینه وغوښتل چې د غلې دانې تړون بیرته نوی کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې د روس دغه اقدام ورته د پېشبینۍ وړ وو. د اسوسیېټیډ پریس د رپوټ له مخې صدر زلنسکي پر ماسکو د هغو بېړیو د بندولو تور لګولی چې له ستمبر میاشتې راهیسې نړۍ ته غله دانه وړي.
صدر زلنسکي وویل، په اوس وخت کې 176 بېړۍ په سمندر کې ولاړې دي، چې وایي تر دوو میلینو ټنو ډېر خوراکي توکي به وړي.
زلنسکي د شنبې- خالي په شپه پخپل ویډیویي خطاب کې وویل، دا د روس یوه صفا هڅه ده چې افریقا او اېشیا د لویې قحطۍ خواته بوځي، هغه د ملګرو ملتونو او G-20 په څېر نړیوالو ادارو څخه د روس خلاف د سخت غبرګون غوښتنه وکړه.
د یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکې په دلاوېر ایالت کې خبریالانو ته په وینا کې ولسمشر جوبایډن د اوکراین د غلې دانې له تړونه وتلو په اړه د روس پرېکړه "په بشپړه توګه ظالمانه" وبلله او ویې ویل چې دا به لوږه زیاته کړي. صدر بایډن وویل:
"هغه څه چې دوی یې کوي هیڅ حق نه لري. ملګرو ملتونو په دې تړون کې خبرې کړې دي او دا [د روس اقدام] باید ختم شي."
د شنبې- خالي په ورځ د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل، ملګري ملتونه په دې اړه له روسي چارواکو سره په تماس کې دي. وایي "دا ضروري ده ټولې خواوې باید له هر هغه کاره ډډه وکړي چې د تور سمندر د غلو تړون له خطر سره مخ کوي، کوم چې یو مهم بشري کوشش دی چې په ښکاره د نړۍ په میلینونو خلکو ته خواړو ته لاسرسي پیدا کوي."
جواینټ کوارډینېشن سنټر یا «د ګډې همږغۍ مرکز» چې د روس او اوکراین تر منځ د غنمو تړون عملي کوي د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې وویل، "دې وروستيو پرمختګونو ته بیاکتنه کوو، زموږ پر کارونو اغېزه ارزوو او د راتلونکو ګامونو په اړه بحث کوو."
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ماسکو تورن کړ چې د شنبې- خالي په ورځ یې د تورې سمندر د غلو په کوریډور کې د خپل ګډون د ځنډولو لپاره له یوې "درواغجنې پلمې" څخه کار اخیستی دی.