لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: که طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي له دوی سره د نړۍ هیڅ ډول اړیکې امکان نه لري


واشنګټن ــــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي ایمن الظواهري ته تر پناه ورکولو او د هغه تر وژل کېدو وروسته طالبان باید پخپل عمل سره د نړۍ باور خپل کړي، وایي د امریکې په ګډون ټوله نړیواله ټولنه به تر هغه له طالبانو سره اړیکې ونه ساتي تر څو هغوی د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی ونه لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وایي امریکا او نړیوال متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي بدل شي او نړۍ ته خطر پېښ کړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو په وخت یو پاکستاني خبریال له نیډ پرایس څخه وپوښتل، چې افغانستان ته نړیوال ترهګر ورځي او دا هېواد بیا د ترهګرو په پناه ځای بدلېږي، امریکا په دې اړه څه ګامونه اخلي، نیډ پرایس یې په جواب کې وویل:

"ولسمشر بایډن په ډاګه ویلي چې که له افغانستانه د ترهګرۍ د بیړني خطر او اندېښنو د مخنیوي لپاره اړتیا شوه نو د یواړخیزې کاروایۍ او عمل کولو وړتیا به له ځان سره وساتي".

نیډ پرایس وویل د طالبانو دا کړنې چې په کابل کې یې د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه د دوحې په تړون کې د دوی له هغو ژمنو سرغړونه ده چې ویل یې افغان خاوره به د هغو ترهګرو له خوا کارول کېدو ته نه پرېږدي چې د نورو هېوادونو امن ته خطر جوړوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي نیډ پرایس په وروستیو ورځو کې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي او د ترهګرۍ ځپلو په ګډون یې ورسره د امریکې پر ګټو خبرې کړې دي، وایي له طالبانو سره به عملي خبرو ته دوام ورکوي.

په خبري غونډه کې یو افغان خبریال له نیډ پرایس څخه وپوښتل چې وړمه ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نجونو زده کوونکو احتجاج کړی وو او طالبانو په کابل او بدخشان کې پر هغوی تشدد وکړ، وایي امریکا به دغو نجونو ته څه پیغام ورکوي او څه مرسته به ورسره وکړي، نیډ پرایس ورته وویل:

"تر کومه ځایه چې د بشري حقونو په اړه زموږ [د امریکا] د اندېښنې خبره ده او هغه څه چې د افغانستان خلک خصوصاً ښځې، نجونه، قومي او مذهبي اقلیتونه په ګډون د طالبانو له خوا ورسره مخ دي دا زموږ د فهرست په سر کې دي او کله چې هم له طالبانو سره خبرې کوو دغه مهم بشري حقونه ورسره بحث کوو".

طالبانو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تازه څرګندونو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو په وار وار یې ویلي چې افغان خاوره به د هیڅ هېواد خلاف د ترهګرو له خوا کارول کېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو د ښځو او نورو اقلیتونو د بشري حقونو د سرغړونو دعوې هم بیا بیا رد کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ګل- دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې له نړۍ بیا وغوښتل چې له طالبانو سره اړیکې وساتي. متقي دعوه وکړه چې حکومت یې په افغانستان کې امن راوستی دی:

"نن چې نظم راغلی، اداره راغلې او ټول ولس خوشاله دی د دې باید هرکلی او قدر وشي، دنیا باید مثبت تعامل (اړیکو) ته را وړاندې شي، د افغانستان د حکومت کمزوري د ټولو په زیان ده".

طالبانو له شاوخوا دیارلس میاشتو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او د نړۍ او افغانانو پر مسلسل غوښتنو باوجود هم لا نه ده معلومه چې پر کور ناستې افغانې نجونه به کله خپل تعلیم ته ستنې شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ وایي دا نه یواځې له طالبانو سره د امریکې د اړیکو لرلو لپاره ضروري ده بلکې د هغو ژمنو په اړه هم ضروري ده چې طالبانو پرله پسې له خپلو خلکو سره کړې دي، چې دوی به د خپلو خلکو نړیوالو حقونو او ازادۍ ته درناوی کوي:

"موږ له نړیوالې ټولنې سره هم کار کوو چې دا روښانه کړو هر ډول اړیکې او په اړیکو کې هر ډول پرمختګ چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې سره غواړي تر هغه وخت امکان نه لري چې طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي او اجازه ور نه کړي چې هر افغان د خپلې ټولنې بشپړ غړی و اوسي او نړیوالو حقونو ته یې درناوی وشي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان په دې پوهېږي او پوه به شي چې که دوی په منظمه توګه د خپلې ابادۍ تر نیمایي زیاته برخه یعنې ښځې، نجونه او اقلیتونه له پامه غورځوي نو هېواد یې ارام نه شي اوسېدای او نه پرمختګ کولای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG