لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ارشد شريف مور د پلټنو کمېشن رد کړی، حکومت وايي طريقه دې ور وښايي


د پاکستان جرنلسټ ارشد شريف

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، "د ارشد شريف د وژنې په کېس کې د پلټنو کمېشن جوړول د حکومت زمه واري ده او که د هغه مور د کمېشن نه علاوه بله طريقه غواړي نو د دوی راهنمايي دې وکړي".

دوه ورځې وړاندې د ارشد شریف د مور بيان مخې ته راغلی وو چې هغې "د مرکزي حکومت لخوا جوړ پلټنيز کمېشن رد کړی دی".

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو "پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو".

رانا ثناالله ویلي، "غواړي چې د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره جوړه کميټي دا وخت په کینيا کې ده، پلټنيز رپورټ به کمېشن ته وړاندې کوي".

د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره يې د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

په 27 اکتوبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".

خو د شخصي ټيلي ويژن چېنل ARY مشر سلمان اقبال بيا ويلي وو، "د ارشد شريف د وژنې سره يې هیڅ تعلق نشته او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي وو او د يادې پېښې د ملګرو ملتونو د لارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG