لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین له اسلام اباده په ټینګه غوښتي په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو د امنیت ډاډ دې ورکړي


واشنګټن ــــ د چین ولسمشر شي جینپیک د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره د پراخو دوه اړخیزو خبرو کوربه وو او په دې مهال یې هغه ته په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو د امنیت په اړه "ژوره اندېښنه ښکاره کړه".

د روان کال په اپرېل میاشت کې چې شهباز شریف د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی دا لومړی ځل دی چې په رسمي سفر چین ته تللی او دی له بهرنیو مشرانو څخه لومړی تن دی چې تېره میاشت د ولسمشرۍ پر څوکۍ په درېیم ځل د ښاغلي شي تر ټاکل کېدو وروسته یې له هغه سره لیدلي دي.

چینایي چارواکي وایي صدر شي جینپینګ او شهباز شریف د شورو- چارشنبې د ورځې په غونډه کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ ته کتنه وکړه او د چین- پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د منصوبې (سیپېک) د کامیابۍ په اړه یې خپله ژمنه بیا تازه کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي، صدر شي جینپینګ شهباز شریف ته په پاکستان کې د چینایي وګړو د خوندیتوب په اړه خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړه:

"[ولسمشر شي] هیله څرګنده کړه چې پاکستان به چینایي ادارو او هغو کارکوونکو ته د باور وړ او خوندي چاپیریال برابروي چې په دې هېواد کې د همکارۍ په منصوبو کې کار کوي".

په پاکستان کې دا مهال زرګونه چینایي وګړي د سیپېک په بېلابېلو منصوبو کې کار کوي، خو په دې وروستیو کې پر بهرنیانو بریدونو خصوصاً په بلوچستان صوبه کې د چینایي وګړو په نخښه کېدو بېجنګ اندېښمن کړی او دا په تېرو میاشتو کې د ځینو چینایي منصوبو د سستېدو سبب شوی دی.

په پاکستان کې پر چینایي وګړو وروستی برید په اپریل کې هغه وخت وشو چې یوې ښځې په کراچۍ ښار کې پر یو موټر ځانمرګی برید وکړ او د پاکستاني ډرېور په ګډون یې درې چینایي استادان ووژل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیان د شهباز شریف له خولې ویلي، "پاکستان به امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړي او د چینايي ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به هر څه وکړي".

وسلوالو بلوڅانو پر چینایي استادانو د کراچۍ د برید ذمه واري پر غاړه اخیستې وه او تر دې وړاندې یې هم پر چینایي وګړو د نورو بریدونو ذمه وارۍ منلې دي او ګواښ یې کړی چې د سیپېک منصوبه به کامیابۍ ته پرې نه ږدي.

وسلوال بلوڅان دعوه کوي چې د یوه خپلواک بلوچستان لپاره جنګېږي او پخپله له قدرتي وسایلو ډکه صوبه کې د سیپېک منصوبې غندنه کوي، ځکه چې د دوی په وینا ددې منصوبې مقصد ځایي خلک له خپلو وسایلو بې برخې کول دي.

چین په تیرو اوو کلونو کې په پاکستان کې د «یوه پټۍ- یوه لاره» په نامه پر لویو منصوبو تر اوسه تقریباً 25 اربه ډالره سرمایه کاري کړې ده، چې مقصد یې چین د نویو سړکونو، رېل او سمندر له لارې له نورې نړۍ سره تړل دي.

بېجینګ او اسلام اباد وايي، په پاکستان کې د سیپېک منصوبې په بنیاد تر اوسه 70 نوکرۍ پیدا کړل شوې دي او ورسره وسره د پاکستان د انرجۍ بحران يې هم په ښه توګه حل کړی دی.

صدر شي جينپينګ د چارشنبې- شورو په ورځ شهباز شريف ته وويل چې بېجينګ به د پاکستان د اقتصادي چېلنجونو د ختمېدو په برخه کې له اسلام اباد سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د زرمبادله یا بهرنۍ کرنسۍ د کمېدو له کبله د بهرنیو پورونو د ادا کولو د توازن له بحران سره مخ دی. د روان کال سېلابونو د شهباز شريف حکومت ته چېلنجونه نور زيات کړل، چې د اټکل له مخې 30 اربه ډالر يا تر دې زيات زيانونه یې واړول.

چینایي چارواکي وایي د پاکستان او چین مرکزي بېنکونو د چارشنبه- شورو په ورځ په پاکستان کې د آر ایم بي [چینایي کرنسۍ] د کلېرنګ د بندوبست په اړه د مفاهمت یو یادښت هم لاسلیک کړ.

دا تړون به د چینايي او پاکستاني کمپنیو او مالي ادارو تر منځ د پولې یوې بلې غاړې د معاملو لپاره د آر ایم بي کارولو ته وده ورکړي، چې وایي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز تجارت او سرمایه کاري زیاته شي.

د وزیراعظم شهباز شریف دفتر په یو بیان کې ویلي، صدر شي جینپینګ د پاکستان په سیلاب ځپلو سیمو کې د مرستې او بیارغونې په هڅو کې د مرستې لپاره د تقریباً 69 میهلین ډالرو نورې مرستې ژمنه هم وکړه.

چینايي صدر له شهباز شریف سره په غونډه کې د دواړو هېوادونو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د سیپېک په چوکاټ کې د مېن لاین-1 (ML-1) په نوم تېزرفتار رېل پټلۍ منصوبې د ژر بشپړولو په مقصد د حالاتو برابرولو لپاره ګډ کار وکړي.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې د کراچۍ او پېښور ترمنځ د نوابادیاتي دور د 1,872 کیلومیټره رېل پټلۍ پر نوي کولو به تقریباً 10 اربه ډالر ولګېږي.

شي جين پينګ وويل د ګوادر بندر لپاره د مرسته کوونکي انفراسټرکچر په جوړښت کې تېزي پکار ده چې په سيمه کې له يو بل سره د تړلي پرمختګ په لاره کې خپل رول تر سره کړي.

امریکا د چین پر سیپېک او «یوه پټۍ- یوه لاره» منصوبو باندې نیوکې کوي او "د پور ډیپلومېسي" یا "د پور جال" یې بولي چې وایي مقصد یې غریب هیوادونه تر ډېره حده پر چین تکیه وکړي او ورته مجبوره وي.

د پیسو نړیوالې ادارې په تېره ستمبر میاشت کې په خپل یو رپوټ کې وویل، چې پر اسلام آباد په بهرنیو پورونو کې شاوخوا 30 فیصده د بېجینګ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG