لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استخباراتي رپوټونه: روس په يوکراین کې د خپلو هغو پوځيانو د ويشتلو پلان لري چې د اوکراین خلاف جنګېدل نه غواړي


واشنګټن ــــ استخباراتي رپوټونه وايي روس په يوکراین کې د خپلو هغو پوځيانو د ويشتلو پلان لري چې د روس د پوځ په ملاتړ کې جنګېدل نه غواړي يا يې د روس د پوځ نه بغاوت کړی وي.

دا خبره د برتانيې د دفاع وزارت د يوکراین د جنګ په اړه پخپله هفته واره غونډه کې کړې ده او ويلي يې دي امکان دی چې روس په يوکرېن کې داسې پوځي يونټونه ټاکلي دي چې د هغو روسي پوځيانو د معلومولو او ويشتلو کار به کوي کوم چې نور په يوکراین کې د روس د پوځ په ملاتړ کې جنګېدل نه غواړي.

استخباراتي رپوټونه وايي روس داسې په تېرو جګړو کې هم کړي او غواړي چې په يوکراین کې خپله جګړه په ښه شان وړاندې بوځي.

د برتانيې د دفاع وزارت زياتوي روسي جرنېلان د خپلو پوځي کمانډرانو نه غواړي چې د خپلو باغي شوي پوځيانو په ضد وسله اوچته کړي او د خبرداري ورکولو وروسته هغوی ووژني.

رپوټونه وايي‌ د روس د پوځ له خوا په خپلو پوځيانو د وسلې د اوچتلو ممکنه پرېکړه د هغوی د پوځ غورځېدلی معيار ښيي، څوک چې پخپلو ملګرو هم لاس اوچتولی شي.

په همدې حال کې د يوکراین صدر ولاديمير زلنسکي د پوځ‌ د ميزایلو او توپخانې د ورځې د لمانځلو په موقع د خپل پوځ ستاينه کړې ده.

نوموړي ويلي، "په ټول يورپ کې د يوکراین توپخانه تر ټولو زياته قوي ده او په ټوله دنيا کې هم په لومړو توپخانو کې يوه ده او دا به تل هم داسې زوروره وي. د دښمن د زياتې وسلې په ځواب کې زمونږه جنګيالو ښې نتيجې ښودلې دي او زمونږه په ويشتونکو کې حوصله، هنر او د خپل وطن سره مينه شامله ده".

صدر ولاديمير زلنسکي په جنګ ځپلې سيمه کې د ولس په ستونځو هم خبرې وکړي او په ښارونو کې يې د بجلۍ په استعمال کې د کمي امر وکړو.

نوموړي د بجلۍ شخصي کمپنيو ته هم خواست وکړو چې د بجلۍ د لوډشېډنګ په اړه دې ولس خبر ساتي.

بل خوا د جوهري انرجۍ د څار نړيوالې ادارې د زيارت- پنجشنبې په ورځ د روس د دغو دعوو ثبوتونه نه دي موندلي چې وايي يوکراین په دريو ځايونو کې غېراعلانيه جوهري هلې ځلې پېل کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG