لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد نبي د افغان کرکټ ملي لوبډلې د کپتانۍ څخه استعفا ورکړې


د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر [کپتان] محمد نبي ويلي، "د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء ورکوم او فقط د یوه عادي لوبغاړي په توګه به خپل کرکټ ته ادامه ورکوم".

نوموړي په خپله فېس بک پاڼه ويلي، د افغانستان د کرکټ لوبډلې دپاره نړیوال جام پای ته ورسېد.

د T20 کرکټ نړیوال جام په روانو سيالو کې افغان لوبډلې ته پرون د جمعې په ورځ د اسټريليا لوبډلې په څلورو رنزونو ماتې ورکړې ده، افغان لوبډلې پينځه سیالۍ کړي په درېو کې ورته د انګلېنډ، سري لنکا او اسټريليا لوبډلو ماتې ورکړې او د نيوزي لېنډ او ايرلېنډ سره یې د باران له امله سيالۍ نه وې شوې.

محمد نبي ويلي،"دا د یادونې وړ بولم چې له تېر یو کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی څه ډول چې په کار وو او د یوه لوبډلمشر په توګه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته برابرې لوبډلې ضرورت وو او تر څنګ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منېجمنټ، غوراوي کمېټۍ او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو".

محمد نبي د لوبډلې د چمتووالي خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د تېر يو کال نه د زياتې مودې راهسې د طالبانو حکومت دی.

د نوموړي د بورډ او غوراوي د کمېټۍ په يو نظر نه اوسېدو ته د بورډ لخوا کوم غبرګون نه دی ویل شوی خو لوبغاړو ته یې د پرونۍ سیالۍ وروسته اتلان ويلي دي.

د محمد نبي په څېر د افغان کرکټ لوبډلې سټوري لوبغاړي راشد خان هم د نړيوال جام په سفر ختمېدو ويلي، "له بده مرغه ښه نتیجه مو ترلاسه نکړای شوه چې ستاسو په شونډو ډېره مسکا راولو. موږ هم خواشیني یو"، هغه هيله څرګنده کړې چې په راتلونکې کې به ښې لوبې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG