واشنګټن- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر والکر ټورک غږ کړی چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب دې په يمن کې د جنګ بندې د لوظنامې خبرې اترې دې بيا پيل کړل شي د کومې معياد چې تېره مياشت ختم شوی او په نتيجه کې يې د عام ولس مرګ ژوبله سېوا شوي.
ټورک په يو بيان کې د زياتې شوې جګړې غندنه کړې چې پکې مرګ ژوبله سېوا شوې ځکه چې د جګړې دواړه خواوې د شپږو مياشتو د ډزبندۍ په معياد غځولو کې پاتې راغلي کوم چې په دويم اکتوبر پوره شوی.
هغه په دواړو خواو غږ وکړ چې د بربادونکې جګړې د ختمولو د پاره دې په خپلو کې کيني او د خبرو اترو د لارې دې يې څه حل راوباسي.
د ملګرو ملتونو د ياد دفتر وياند جېرمي لارنس ويلي د هوثيانو انصارالله ډله تر ډېره حده په يمن کې په مرګ ژوبله اړولو تورنه ده او زياته يې کړه دا ګرانه ده چې د اغېزمن شوو ولسي وګړو دقيقې شمارې معلومي کړي خو دفتر يې د درېو داسې بريدونو پخلی کړی چې د ايران نوازه هوثيانو د حکومت لخوا شوي او د درېو هدفي بريدونو معلومات يې هم تر لاسه کړي.
هغه دا افسوس ناک عمل وبللو او ويې ويل د ملګرو ملتونو په منځګريتوب سر ته رسېدلې لوظنامه تر ډېره حده موثره وه ځکه چې په ډزبندۍ عمل کېدو.
ټورک وويل “مونږ دا وليدل چې د لوظنامې په ترڅ کې مرګ ژوبله ډېر کم شوي وو او بې کوره شوي خلک وتوانېدل چې د خوراک څخاک او د ضرورت نورو څيزونو ته لاس رسی ولري”.
د ملګرو ملتونو د وينا تر مخه په اته کاله جګړه کې يمن د نړۍ تر ټولو د لوی انساني ناورين سره مخ دی او د نړيوالې ادارې د شمارو تر مخه په جګړه کې د درې سوه پنځوس زرو نه زيات خلک وژل شوي او د شپږ سوه زره نه زيات خلک بې کوره شوي. د شمارو تر مخه کم نه کم 24 ميلين خلک بنيادي انساني ضرورتونو ته اړتيا لري.