لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیه: روس د اوکراین جګړې ته د خپلو سرتېرو په روزلو کې له ستونزو سره مخ ده


د برتانيې د دفاع وزارت د استخباراتو د معلوماتو په اساس ویلی دي چې د خزان یا مني په موسم کې د لا نورو پوځیانو د برتي ‌کولو وخت رارسېدلی دی خو روس تر دې دمه د وړاندې نه برتي شویو پوځیانو ته هم په مناسب تربيت ورکولو کې له ستونزو سره مخ دی.

دوی ویلي، د روس پوځیان د نېزدې درې لکه پوځیانو د روزلو په برخه کې لا له وړاندې نه له فشار سره مخ دي.‌ روس د سپتمبر په میاشت کې د دې پوځیانو د برتي کولو اعلان کړی وو.

د دفاع وزارت ویلی دي چې د مني په موسم کې چې د نومبر په میاشت کې شورو کېدونکی دی، په دې کې د یو لاک شل زره نورو پوځیانو د برتي کولو عمل سره به دا ستونزې یو په دوه شي.

د برتانيي د دفاع وزارت ترمخه روس د تربيي د کسانو، ځای ځيګي او د ګوله بارود د کمي په وجه نویو پوځیانو ته په بېلاروس کې د روزنې ورکولو هڅې پېل کړي. وزارت زیاتوي چې د مناسبې روزنې د نيشتوالي په وجه دا نوي پوځیان په جنګ کې ډېره کمه ګټه ورکولی شي.

امریکا له اوکراین سره د نورو ۴۰۰ میلینو ډالرو مرسته اعلان کړه:

امریکې د روس د یرغل خلاف اوکراین ته د نورو څلور سوه ملينه ډالرو د پوځي امداد ورکولو اعلان کړی. په اوکراین باندې د روس د یرغل اته میاشتې وشوې او نهمه میاشت يې پېل شوې.

د امريکې د دفاع وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلی دي چې دا ورستنی امداد د دې خبرې څرګندونه کوي چې امریکا د اوکراین د ضرورتونو پوره کولو ته تیاره ده او بله دا چې د خپلې خپلواکۍ د تحفظ د پاره د اوکرایني ځواکونو توان هم سېوا کولو هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې ویلی شوی دي چې د فبرورۍ په څلور ويشتمه شورو شوی په اوکراېن د روس د یرغل راهسې دوي تر دې دمه اوکراین ته د اتلس اشاريه دوه بلينه ډالرو نه زیاتې ژمنې کړی دي.

امریکې اوکراین ته په فضا کې د تحفظ د پاره د هاک په نامه ميزايل، د ټېنکو د اخېستلو د پاره رقم،‌ د رابطو جديد نظام، ډرونز، پوځي ګاډي، د جاسوسۍ الات او ګاډي او د پوځیانو د تربيت او خرچو د پاره رقمونه ورکړی دي.

د جمعې په ورځ ناوخته د اوکراېن صدر ولودوماېر زېلېنسکي په خپله وېنا کې د امریکې د خوا د نوو مرستو، په خاص توګه د پوځي ګاډو د ورکولو هرکلی کړی دی.

کیېف ته د سفر په وخت د امریکې د قامي امنیت سلاکار جېک سوليوان ویلی وو چې د نهې یا سه شنبې په ورځ امریکا کې د میانه مودې د انتخاباتو نه ورستو به هم د اوکراېن سره د دوي په مرستو کې هېڅ کمې رامخې ته نه شي.

د رېپبلکن ګوند ځینو غړو ویلی دي که چېرې دوي د امریکې د کانګرس د پاره کېدونکې انتخابات وګټل نو دوي به د کیېف د پاره د امرېکې په امداد کې کمې کوي.‌

تېره میاشت د امریکې په اېوان نماېندګان کې د رېپبلکن ګوند یو مشر کېون مېک کارتي ویلي وو چې امریکیانو ته نه ده پکار چې اوکراین ته یو بلېنک چېک ورکړي.‌ معنا دا ده چې اوکراېن څومره رقم غواړي، بغېر د لم لېټ نه دې هغه ورکړل شي.

د امریکې چارواکو وي او ای ته وېلی دي چې نېزدې هره ورځ د امریکې او اوکراېن چارواکي د یو بل سره خبرې کوي او امریکا هڅې کوي چې اوکراین ته داسې وسله ورکړي چې ورسره دوی وکړل شي د روس ډرونز راګزار کړي. دوي زیاته کړی چې امریکا د خپلو ملګرو او اېتلافیانو سره په مرسته ملګرتیا هم اوکراین سره دفاعي مرستې کوي.

په عین حال کې کرېملن ویلی دي چې دوي د خېرسان نه وځي. دا د روس د پاره یوه مهمه علاقه وه. د خېرسون د شورا له ودانۍ نه د روس جهنډه لرې کړل شوی ده.

ایران منلې چې روس ته یې ډرونونه ورکړي:

د ایران خارجه وزیر حسین امير عبدالله هاې په وړومبي ځل منلی ده چې دوي روس ته ډرونز ورکړی دي، خو زیاته کړې یي ده چې دا يې په اوکراېن د روس د یرغل د پېل کېدلو نه وړاندې ورکړی دي.‌

اوکراین،‌ امریکا او مغربي هېوادونو پرله پسې ویلي وو چې روس په اوکراین کې د ایران د خوا ورکړل شوي ډرونز کاروي. ان تر د تېرې هفتې پورې ایران دغه تورونه رد کړی دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG