لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو لخوا د ترهګرۍ پر ضد روان ستر احتجاجونه په پاکستاني رسنیو نه ښکاري


په خیبر پښتونخوا کی د بد امنۍ او ترهګرۍ په ضد غټ غټ احتجاجونه کیږی خو ځايې اوسیدونکی او سیاسی ګوندونه وایې په صوبه کی امنیتی غونډو ته په قامی میډیا کی ځايې نه ورکول کیږی.

په ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا هم دی ته غبرګون ښودل شوی او ویل شوي چې قامی میډیا ته د تحریک انصاف احتجاجونه ښکاری خو د پښتنو د امن د پاره ورته روان غټ احتجاجونه په نظر نه ورځي.

خو د قامی میډیا کارکونکی وايي، چی هغوی د امن مظاهرو کوریج کوی خو بیا هغی ته ځايې ورکول هغوی په وس کی نه وی.

د میډیا نړیوال تنطیمونه وایې، روان کال 2022 کی پاکستان د میډیا په ازادۍ کی 12 درجی غورځیدلی دی.

60 کلن محمد عثمان په مردان ښار کی د ورځپاڼې رانیولو ته تللی او غواړی چی ځان د ملکی حالاتو څخه خبر وساتی.

دی وایې تیره ورځ یی د صوابی ضلع په امن مارچ کی ګډون کړی و خو په قامی میډیا کی ورته ځايې نه دی ورکړی شوی.

"زه په خپله په دغه قامی جرګه کی موجود وم چې د امن خبره یی کوله ، سپینی جهنډی مو اوچتې کړی خو نن چی می اخبارونه وکتل نو دغه جرګو ته ځايې نه دی ورکړی شوی خو بیا د عمران خان احتجاج په ټولو ورځپاڼو کی چاپ دی څه په دی پوه نه شوم چی په دی جرګو کی د امن خبره کیږی خو په میډیا کی نه ښکاری"

تیره ورځ د خیبر پښتونخوا په صوابی او جنوبی وزیرستان ضلع کی د بد امنی او ترهګری په ضد سخت احتجاجونه شوی وو چی پکی په زرګونو خلکو ګډون کړی وو.

ګډونوالو په ټوله صوبه کی د خراب امن امان له امله د تیرو څو میاشتو راهسی احتجاجی لړی پیل کړې او په دی احتجاجونو کی ولس د تحفظ او امن پر ځايې ساتلو غوښتنی کوی.

په خیبر پښتونخوا کی پارلیماني غړی هم وخت وخت د قامی میډیا نه دا ګیلی کوی چی د ملک د نورو برخو په رنګه د صوبی ستونزی نه رابرسیره کیږی.

د مخالفې ډلی عوامی نیشنل ګوند صوبایې پارلیماني غړی سردار حسین بابک وایې باید میډیا خپلی ایینی ذمه واری تر سره کړی.

"دا د صحافتی ادارو ایېنی ذمه واری ده چی ددی ځای خبرونو له ځايې ورکړی په دی کی زمونږه هیڅ قصور نشته چی د ترهګری نه ځپلی شوی یو او دا خلق په داسی حالاتو کی ژوند کوی او بیا مونږه هم ددی ریاست اوسیدونکی یو او د پاکستان د ایین او قانون دننه خبره کوو او د خراب امن و امان په ضد به خپله مبارزه جاری ساتو."

د سوشل میډیا ټویټر د لاری غنی خان په نوم یو تن لیکی چی پاکستانی میډیا ته د تحریک انصافد احتجاج ډرامه ښکاری خو د زرګونو پښتنو جرګه ورته په نظر نه راځی کوم چی په خپله خاوره امن غواړی .

صحافتی کارکونکی وایې په صوبه کی تر ډېره حده پوری هغوی د هرقسمه واقعاتو د کوریج ذمه واری تر سره کوی خو پوهان وایې په پاکستان کی زیات تره د میډیا مرکزونه د صوبی نه بهر په غټو ښارونو کی دی او بیا هغوی د مختلفو ادارو د فشار لاندی د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ستونزو ته پام نه کوی.

صحافتی ځايې او نړیوال تنطیمونه وایې په پاکستان کی میډیا د فشار لاندی ده او نه شی کولی چی ازاد صحافت وکړی خو حکومت وایې، صحافتی اداری په مکمله توګه آزادی دی.

د صحافت د ازادی نړیوال تنطیم آر ایس ایف ( د بی پولی صحافیان ) وایې روان کال 2022 کی پاکستان د صحافتی آزادی په نوملړ کی 12 درجی غورزیدلی دی او په 180 هیوادونو کی په 157 نمبر دی . د رپوړټ مطابق تیر کال پاکستان صحافیانو د تحفظ ورکولو په نړی نوملړ کی په 145 نمبر وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG