لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د جوبایډن پر هغه خبره سخته نیوکه کړې چې افغانستان یې "خدای هېر کړی ځای" بللی


واشنګتن ــــ د طالبانو حکومت د امریکې پر ولسمشر جوبایډن له دې کبله سخته نیوکه کړې چې افغانستان ته یې "خدای هېر کړی ځای" ویلي او ژمنه یې کړې چې دغه جګړې ځپلی هېواد به له کومې بهرنۍ مرستې پرته بیرته جوړوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل "هغه څوک چې دا ډول خبرې کوي د خپل محرومیت او له افغانستان سره د کینې له کبله دا کار کوي".

مجاهد د طالبانو په حکومت کې افغانستان ته د امن او ارامۍ د را ستنېدو په اړه وویل "افغانان خپل ورځنی ژوند له معمول سره سم تېروي".

صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د خدمت کولو په خاطر د امریکایي پوځیانو ستاینه وکړه او په خپلو خبرو کې یې بیا بیا افغانستان یو "خدای هېر کړی ځای" وباله.

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې د امریکې د سنېټر او د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د مرستیال په توګه د افغانستان د جګړو سیمو ته خپل څو سفرونه هم یاد کړل او امریکایي پوځیانو ته یې وویل:

"په تاسې کې ډېر افغانستان ته تللي یئ. زه د دې هېواد هرې برخې ته تللی یم. دا یو خدای هېر کړی ځای دی، دا یو خدای پرېیښی ځای دی".

ولسمشر جوبایډن د 2021م کال په اګست میاشت کې له خپلو نېټو متحدینو سره یو ځای ټول امریکایي پوځیان له طالبانو سره د شاوخوا شلو کلونو تر جګړې وروسته را وایستل او د بهرنیو پوځیانو په بیړه وتلو طالبان وهڅول چې سمدستي پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شي.

د امریکې براون پوهنتون «د جګړې د منصوبې لګښت» څېړنې په بنیاد اټکل کړی چې د افغانستان جګړه د امریکې د تاریخ تر ټولو اوږده پوځي جګړه وه چې شاوخوا دوه ټریلین یا کرب ډالره پرې ولګېدل او په دې 20 کلنه جګړه کې 2,400 امریکایي پوځیان و وژل شول.

امریکې او نورو لوېدیځو متحدینو یې د تېر کال د اګست په نیمایي کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سمدستي وروسته له دې هېواد سره هغه مالي مرستې ودرولې چې له تېر افغان حکومت سره یې کولې.

د بایډن ادارې له دې سره سم د دې هېواد پر بېنکي نظام بندیزونه ولګول او د افغانستان د مرکزي بېنک په اربونو ډالره بهرنۍ شتمنۍ یې د امریکې په بېنکونو کې کنګل کړې. دغو اقتصادي بندیزونو د افغانستان اقتصاد د سقوط کندې ته وغورځاوه او دا هېواد یې له بشري ناورین سره مخ کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وینا کوي.

ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ وویل چې د طالبانو حکومت د خپل هیواد د بیارغونې لپاره د نورو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري او وایي افغانان خپله د خپل هېواد د ابادۍ توان لري، خو وایي:

"په هر حال، زموږ مقصد او اړتیا مو هم دا ده چې د امریکې په ګډون له نړیوالې ټولنې سره ښې او د باور وړ سفارتي اړیکې ولرو، موږ له هر هیواد سره د دوه اخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د جایزو اړیکو او خبرو هرکلی کوو".

ذبیح الله مجاهد وویل د حکومت استازو یې په وروستیو کې له امریکایي چارواکو سره په خبرو کې یو ځل بیا د "رغوونکو" اړیکو د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی چې له دې سره دواړه خواوې خپلې دوه اړخیزې اندېښنې حل کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ هیواد په رسميت نه دی پیژندلی ځکه چې دې ډلې له 1996م تر 2001م کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ ځینې سختې پالیسۍ په اوسني اصلاح شوي افغانستان کې بیا پیل کړې دي.

طالبانو په تېرو شاوخوا څورلسو میاشتو کې بې له محرمه د ښځو پر ازادانه سفرونو او ازادۍ بندیزونه لګولي، کار او تعلیم ته یې د هغوی لاسرسی په اغېزمنه توګه محدود کړی او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو مډل او های سکولونه بند ساتلي دي.

امریکا او نړیواله ټولنه په پراخه توګه د طالبانو پر مشرانو زور کوي چې که غواړي حکومت یې نړیوال قانوني‌ حیثیت پیدا کړي، خپلې ژمنې دې عملي کړي، د ټولو افغانانو حقونو ته دې درناوی ولري او داسې ټولګډ حکومت دې جوړ کړي چې ټول افغانان پکې برخه ولري.

خو طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي حکومت یې له افغاني کلتور او اسلامي اصولو سره سم کارونه کوي. دوی په حکومت کې د نورو سیاستوالو د ګډون مخالفت هم کوي او وایي پخپله کابینه کې یې د افغانستان ټولو ډلو ته کافي استازیتوب ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG