لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې پولیسو دوه وروڼه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تور وژلي، کورنۍ یې وایي بې ګناه وو


کوټه ــــ د کوټې پوليسو د عملياتو پر وخت دوه وروڼه وژلي او دوه يې ټپي کړي دي، پولیس تور لګوي چې وایي دوی "مجرمان وو"، خو د وژل شويو کسانو کورنۍ احتجاج کړی او له حکومته يې انصاف غوښتی دی.

د جمعې په ورځ د کوټې پوليسو رسنيو ته په لېږلي بيان کې دعوه کړې چې د مشرقي بايي پاس په سيمه کې يې د عملياتو پر وخت د نشيي توکو دوه تنه خرڅوونکي وژلي او دوه تنه يې ټپي کړي وو.

د وژل شوو شناخت د حبيب الله او د فدا محمد په نامه شوی دی، پوليس وايي دواړه سره وروڼه دي. د وژل شوو کورنۍ وایي پوليسو ورسره ظلم کړی انصاف دې ورسره وشي.

د کوټې پوليسو د ايس ايس عبدالحق عمراني په وينا د جمعې په ماځيګر پوليسو د کوټې په مشرقي بايي پاس سيمه کې په بېلا بېلو جرمونو کې د ککړ تورن تن حبيب الله د نيولو لپاره د هغه پر کور چاپه وهلې، وایي په دې وخت کې حبيب الله او وروڼو يې پر پوليسو ډزې کړې او د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپي شوي وو.

د عبدالحق عمراني په خبره پر وژل شوي حبيب الله د غلا، قتل اقدام قتل، بهتې او نورو جرمونو په تور تر 11 زياتې مقدمې درج دي، هغه وويل نور وروڼه يې هم په جرمونو ککړ دي:

"پوليس هلته ورغلي وو دوی پر پوليسو بريد کړی، ښځينه وو ورباندې ډبرې غورځولې".

د يادې پېښې پر ضد د اغېزمنې کورنۍ او د سيمې د خلکو له لوري په مشرقي بايي پاس سيمه کې احتجاجي پرلت وشو او د پېښې د پلټنو لپاره يې د عدالتي کميشن د جوړېدلو غوښتنه وکړه.

د وژل شويو د اکا يا تره زوی محمد ابراهیم اڅکزي وي او اې ډيوه ته وويل د جمعې په ماځيګر څلور تنه پوليس ورغلي وو او له حبيب الله او د هغه له ورور سره د خبرو اترو پر وخت لاس او ګريوان شوي وو.

وايي له دې پس هغوی نور پوليس راغوښتي او د هغوی په کور کې دننه يې پر دوی ډزې وکړې او په ټپي حالت کې يې درې وروڼه له ځانه سره بېولي
او وروسته د شپې ورته معلومه شوه چې دوه پکې وژل شوي او د پوليسو له لوري يې مړي په سېول روغتون کې ايښودل شوي وو:

"د دې پېښې ګواهان د کلي دېرش څلويښت کسان دي، ده شپې موږ ته خبر راکړل شو چې دوه يې وژلي او په سېول روغتون کې پراته دي".

ابراهم اڅکزی د پوليسو دا تور ردوي چې حبيب الله اور وروڼو يې پر پوليسو بريد کړی، خو دا مني چې پر دې کس مقدمې درج دي:

"پر درېیم اکتوبر حبيب الله او فدا محمد دواړه په عدالت کې وو، دوی په يوه اونۍ کې درې ورځې په عدالتونو کې وي، پوليس که دوی نيولای هلته به يې نيولی وای، داسې يې ولې وکړل موږ له حکومته دا تپوس کوو او انصاف غواړو".

د پوليسو ايس ايس پي عمراني وايي چې د عملياتو پر وخت د پوليسو په ځوابي ډزو کې حبيب الله او دوه نور وروڼه يې ټپي شوي وو خو روغتون ته د وړلو پر وخت دوو تنو ساه ورکړه.

د بلوچستان د کورنیور چارو سلاکار میر ضیاء لانګو وي او اې ډيوه ته وويل، د پېښې په اړه يې له پوليسو رپورټ طلب کړی دی. ضيا لانګو وایي :

"پوليسو ته د قانون په دايره کې دننه د نشيي توکو د کاروبار کوونکو پر ضد د عملياتو امر ورکول شوی خو د چا د وژلو اختيار نه لري".

د محمد ابراهيم اڅکزي په خبره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ايالتي اسمبلۍ د غړي نصرالله زېري او د حکومتي لوړ پوړو چاراکو له لوري د پېښې د پلټنو لپاره د کميشن د جوړېدلو په باور يې احتجاجي پرلت ختم کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG