لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د کلونو پس، د ملا محمد عمر قبر ښکاره کړ


واشنګټن (وي او اې افغان سروس) - په افغانستان کې د طالبانو واکمنې ډلې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ د اعلان نه څو کاله وروسته، اوس د هغه قبر خلکو ته معلوم کړ. د ملا عمر مرګ هم څو کاله پټ ساتل شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل ټویټر پاڼه باندې ځیني تصویرونه خپاره کړل او ورسره یې ولیکل چې د ملا محمد عمر قبر " دیولړ مراسمو په ترڅ کې ښکاره شو."

د طالبانو ترجمان لیکلي دي چې د دوی د دحکومت رئیس الوزرآ او د کابینې یو شمېر غړي یې د ملا عمر د مقبرې "زیارت" دپاره، د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ته تللي و.

د طالبانو ویاند فرانس پرس خبري رسنۍ ته ویلي دي، په دې دلیل چې "دښمنان" د ملا عمر قبر ته نقصان ونه رسوي، د هغه د ښخېدو ځای تر اوسه پټ ساتل شوی و او صرف د ملا عمر ځیني رشته دارانو ته یې معلومات و.

ملا عمر چې د مړینې په وخت یې عمر د ۵۵ کلونو و، په ۱۹۹۳ کال کې چې افغانستان کې سخته خانه جنګي روانه وه، د طالبانو ډله یې جوړه کړله.

د ملا محمد عمر د مشرۍ لاندې طالبانو چې کله د افغانستان اکثره سیمې ونیولې او ځان ته یې امارت اعلان کړ، نو په خلکو یې سخت اسلامي ضابطې عملي کړلې او ښځې او جینکۍ یې د تعلیم او کار نه راګرځولې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر قبر پس د هغه ښکاره کړی شو چې دوه ورځې وړاندې په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې ډلې د پخواني مشر او جهادي کمانډر احمد شاه مسعود د قبر شناختې ماتې کړی شوې.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د احمد شاه مسعود د مقبرې په ورانولو کې د طالبانو لاس درلودل رد کړي دي او ویلي یې دي چې که داسې څه ترسره شوي اوسي، نو د دې کار عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د ۲۰۱۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پس هم د احمد شاه مسعود د قبر تیږې ماتې کړل شوې، خو د خلکو د غبرګون نه پس، ډېر ژر هغه مقبره ترمیم کړی شوه.

اوس چې یو ځل بیا د احمد شاه مسعود د مقبرې د ماتو شویو تیږو/شناختو تصویرونه په سوشل مېډیا راوتلي دي، نو د پخواني صدر حامد کرزي په شمول ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو، جهادي مشرانو، او د مسعود پلویانو د دې کار په خلاف غبرګون ښودلی او دا یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو/اقدارو ضد کار بللی دی.

د پنجشیر ځینو اوسېدونکو وایس اف امریکه سره په خبرو کې د خالي/شنبې په ورځ دعوه کړې وه چې د مسعود د قبر تیږې طالبانو ماتې کړي دي او د مقبرې فرشونه یې هم له ځانه سره وړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG