واشنګټن - د هند خارجه وزیر سوبرامانیام جیشنکر مسکو ته په سفر روان دی او داسې طمعه کیږي چې هلته به د روسي چارواکو سره په اقتصادي او سیاسي مسئلو باندې خبرې وکړي.
په دې دوه ورځېني سفر کې به ښاغلی جېشنکر د روس د خارجه وزیر سرګي لاوروف او د وزیراعظم مرستیال او تجارت وزیر دینیس مانتوروف سره ملاقاتونه وکړي. په اوکراین باندې د روس د یرغل وروسته، دا به ماسکو ته د یو جګپوړي هندي چارواکي اولنی سفر وي.
څېړونکي وایي که څه هم ډېره توجه په دې باندې ده چې هند په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل په وړاندې نرم دریځ خپل کړی او د مغربي نړۍ د پابندیو باوجود هم د روس نه په ارزانه بیعه تېل او کوېله اخلي، خو هندي چارواکي د ماسکو سره د خپلو اوږدمهاله تعلقاتو په بنیاد غواړي هغوی ته د اوکراین جګړې په اړوند دا ووایي چې ضرورت دی اوس دښمنۍ ختمې کړی شي.
د دې سفر نه وړاندې، د هند د خارجه وزارت ویاند ارېندم باګچي خبریالانو ته وویل، هند همیش په دې ټینګار کړی چې د شخړې د ختمېدو دپاره، ضروري ده خبرو او سفارتکارۍ ته مخه کړی شي.
اریندم باګچي د تېر زیارت په ورځ وویل: "زه یقیني یم چې د خارجه چارو وزیر به ضروري په دې خبرې بیا ټینګار وکړي."
هغه دا هم وویل چې د هند خارجه چارو وزیر به د روسي چارواکو سره په یو شمېر سیمه ییزو او نړېوالو مسئلو نظریات تبادله کړي.
هند تر اوسه په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل په ښکاره ندی غندلی او چې کله په ملګرو ملتونو کې په دې اړه قرارداد هم جمع کړی شو، نو هند په کې بې طرفه پاته شو. په دې سره، هند په کراتو ویلي چې د جنګ جګړې مخالف دی او د تشدد په اړه یې فکرمندي ښودلې ده.