لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف په لانګ مارچ د بريد مقدمه درج شوې، عمران خان تورن کړي نومونه پکې نشته


د پاکستان د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د پاکستان تحریک انصاف په لانګ مارچ د شوي بريد مقدمه [اېف ايي ار]درج کړی شوې ده. خو د بريد تور چې عمران خان په چا لګولی او نومولي یې وو، د وزيراعظم، کورنيو چارو وزیر او پوځي استخباراتي ادارې چارواکو نومونه په مقدمه کې نه دي اچول شوي.

مقدمه تيره شپه ناوخته په داسې حال کې درج شوې چې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ سپريم کورټ د پنجاب پولیسو ته په 24 ساعتونو کې د مقدمې درج کولو حکم کړی وو.

د مقدمې نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف يو مشر فواد چودري ويلي وو که په اېف ايي ار کې د شهباز شريف، رانا ثناالله او فېصل نصیر نومونه شامل نه وو، دا به د دوی دپاره تشه د کاغذ ټکړه وي.

د مقدمې کاپي چې په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنيو خپره شوې، د پولیس افسر [سب انسپکټر] عامر شهزاد په مدعيت کې درج شوې، د وژنې او ترهګرۍ ضد مادې پکې شامل کړی شوي دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې په کنټېنر د کيڼ اړخ نه ډزې شوي او ډزې نامعلومه تن چې بيا معلوم شوی نويد نوميږي، هغه کړي دي او نيول شوی دی.

ويل شوي نويد په تماچه ډزې کړي يو تن معظم ګوندل پکې وژل شوي، عمران خان او د هغه سره 11 تنه نور چې پکې ځينې معلوم او څه نامعلوم دي ژوبل شوي دي.

د مقدمې ترمخه په لانګ مارچ کې شامل يو تن ډزې کوونکي تن قابو کړی او هغه نورې ډزې نه دي کړي، او د پېښې وروسته عمران خان بيا لاهور ته د طبي درمنلې دپاره لېږل شوی وو.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان تور لګولی وو چې په هغه د دغه برید په شا د وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او د پوځي استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] د يو لوړ پوړي چارواکي مېجر جنرل فېصل نصير لاس دی او مقدمه دې هم د دوی پرضد درج کړی شي.

د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو.

وزیراعظم شهباز شریف د تحریک انصاف د ګوند په مشر عمران خان کیدونکي برید د پلټنو د پاره د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې د فل کورټ جوړولو وړاندیز کړی وو چې عمران خان یې خپله هرکلی کړی خو ورسره یې پوښتنې رابرسېره کړي چې د دوې له اړخه یاد شوي نومونه د استعفا نه بغېر به دغه شفاف پلټنې څه رنګه ممکنه کېدی شي.

بل اړخ ته د پاکستان پوځ هم د عمران خان دغه تورنو رد کړي او د حکومت څخه د پېښې د پلټنو او د هغه خلکو په ضد د ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې چې د دوی تر مخه د پوځ د بدنامولو هڅه کوي.

د تحريک انصاف چيرمېن عمران خان صدر ډاکټر عارف علوي ته هم یو خط ليکلی وو چې پکې پر دوی برید کوونکو، د ګوند خلک زورونکو او پر دوې د مقدمې درج کوونکو د مخنيوي لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

عمران خان چې لا زخمي دی اول يې د لانګ مارچ ځنډولو ويلي وو، بيا يې د اتوار په ورځ اعلان کړی وو چې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ به بيرته لانګ مارچ روانوي، خو د پرون راهسې بيا دغه نېټې بدل کړی شوی او اوس د ګوند جنرل سيکرټري اسد عمر ویلي، د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [10 نومبر] د وزیراباد نه لانګ مارچ بيرته روانوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG