لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر ته د عمران خان په خط کې پر حکومت، پوځ او ای ایس ای نیوکې او تورونه


واشنګټن ـــــ د پاکستان مخکیني وزیراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته یو نایاب خط لیکلی او پکې یې د ملک د استخباراتي ادارې د مشر په ګډون پر اعلی پوځي چارواکو په سیاست کې د لاسوهنې او "سنګینو غلطیو" تورونه لګولي او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ګل- دوشنبې په ورځ د عمران خان هغه خط خپور کړی چې ولسمشر عارف علوي ته یې لیکلی او پکې یې هغه تورونه بیا تکرار کړي چې وایي وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله او د استخباراتي ادارې یو افسر پر ده د برید پلان جوړ کړی وو.

د عمران خان په مشرۍ احتجاجي لاریون باندې د اکتوبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد سیمه کې هغه وخت یو تن د هغه د وژلو په نیت ډزې وکړې چې د اسلام اباد پر لور روان وو. په برید کې عمران خان پر پښه لګېدلی او ټپي شوی وو، شاوخوا لس نور کسان پکې ټپیان شوي او یو تن وژل شوی وو.

عمران خان دعوه کړې چې له ده سره د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا معلومات شته چې د ده د وژلو پلان جوړېږي، هغه د دې لپاره رسنیو ته تر اوسه څه ثبوت نه دی ورکړی، خو د دغو درو کسانو د استعفا غوښتنه یې کړې ده چې وایي د ده د وژنې د پلان په اړه صفا پلټنو ته لاره برابره شي.

د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ د عمران خان دغه تورونه "بې بنیاده او غیرزمه دارانه" او په بشپړه توګه "د نه منلو وړ او غیرضروري" بللي دي.

عمران خان صدر عارف علوي ته په لېږلي خط کې د ای ایس ای پر مشر لیفټینینټ جنرل ندیم انجم او د پوځ د اطلاعاتو د ادارې ای ایس پي آر پر مشر لیفټینینټ جنرل بابر افتخار باندې نیوکې کړې دي چې وایي د ده خلاف یې ولس ته په خبري غونډه کې خبرې کړې وې.

عمران خان په خط کې لیکلي "دوې اړوندې پوښتنې چې باید وڅېړل شي هغه دا دي: د پاکستان د مهمې استخباراتي ادارې مشر څنګه ولسي پریس کانفرنس کولای شي؟ څنګه دوه پوځي بېروکرېټان د لوړې کچې سیاسي پریس کانفرنس کولای شي چې پکې د یوه تر ټولو غټ سیاسي ګوند مشر په نخښه کړي".

صدر عارف علوي د پاکستان د پوځ سپریم کمانډر دی خو د هغه دفتر لا د عمران خان د ور لېږلي لیک په اړه څه نه دي‌ ویلي او نه هم د پاکستان پوځ تر اوسه په خط کې د عمران خان تازه خبرو ته څه جواب ویلی دی.

عمران خان د پاکستان ولسمشر ته په خط کې ویلي، "ته د ریاست په تر ټولو لویه څوکۍ باندې ناست یې او زه له تا غواړم چې سمدستي له واکه د ناوړې ګټې اخیستو او زموږ د قوانینو او ایین د سرغړونې د مخنیوي لپاره ګام واخلې".

د تحریک انصاف ګوند مشر د پوځ د مطبوعاتو پر ادارې ای ایس پي آر باندې هم نیوکې کړې چې وایي د سیاسي مشرانو په ضد بیانونه ورکوي، عمران خان لیکلي، د ای ایس پي آر رول "باید په ښکاره توګه معلوم شي او له دفاع او پوځ سره تړلیو مسایلو په اړه معلوماتو تر خپرولو پورې محدود شي".

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي وي او اې ته په ټیلیفون وویل، چې صدر عارف علوي ته د عمران خان لیک "د سیاسي ګټو د تر لاسه کولو لپاره د حقایقو او شمېرو له ګډوډولو پرته بل هیڅ نه دی".

دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط په خبرو کې له عمران خان څخه وغوښتل چې د بې بنیاده تورونو له لګولو او له "غیر ذمه دارانه" بیانونو تر هغه وخته ډډه وکړي چې پر ده د شوي برید په اړه بشپړه پلټنه نه وي‌ شوې.

عمران خان د اپریل په میاشت کې د پارلمان د بې باورۍ د رایو له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې کړل شو او په نتیجه کې یې ده بې له کوم ثبوته پر امریکا تور ولګاوه چې د پاکستان له ځواکمنو پوځي او سیاسي مخالفینو سره په همکارۍ کې یې د ده حکومت ختم کړ. واشنګټن او اسلام اباد بیا بیا د هغه په لرې کولو کې هر ډول رول رد کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG