لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو تنظیم وایي له بولانه لادرکه ښځې او ماشومان خوشي شوي، حکومت وایي بېخي ورک نه وو


کوټه ـــــ د بلوچستان د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم مشر نصرالله بلوڅ وایي، شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان د کچي ضلعې له بولان سيمې څخه لا درکه کړل شوې ښځينه او ماشومان تېره شپه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

نصرالله بلوڅ وي او اې ډیوه ته وویل، دا ورته لا تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دا خلک یې څه وخت او چېرې خوشي کړي دي خو وايي چې هغه په خوندي حالت کې خپلو کورنو ته رسېدلي دي:

"هغه خپلو کوﺭنو ته ستانه شوي, ما پوښتلي چې دوی څنګه او چېرې پرېښوول شوي خو تر اوسه يې د دې پېغام ځواب نه دی راکړی".

ياد تنظيم د دې پېښې تور د پاکستان پر عسکري ادارو لګولی وو او ويلي يې وو چې يوه اوونۍ وړاندې په بولان کې د عملياتو پر وخت 11 ښځې او اووه ماشومان عسکرو له ځانه سره وړي وو.

خو د دې تورونو په ځواب کې د بلوچستان د وزيراعلا د کورنيو چارو سلاکار مير ضياء لانګو د سه شنبې- نهې په ورځ د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې په ځانګړي خبري کانفرنس کې د تنظيم دا تورونه په کلکه سره رد کړل او ویې ويل چې هيڅ کومه ښځه يا ماشوم نه لادرکه شوي وو او نه هم بيرته خوشي شوي دي.

هغه وويل چې پر ټولنيزو رسنيو له بهر ملکونو څخه دا ډول پروپېګنډې د پاکستان او د ادرو د بدنامولو په موخه کېږي:

"د حکومت له لوﺭي يوه فوﺭس (ځواک) ته هم دا اجازت نه شته چې د ترهګرو پر ضد د عملياتو پر وخت دې بې ګناه ښځې ونيسي، دا يواځې او يواځې پر نړيواله کچه د پاکستان د ځواکونو د بدنامولو او د هغوی په اړه يو منفي تاثر ورکول دي".

ضياء لانګو وويل دا پروپېنګنډه چې هر چا کړې ده د هغوی پر ضد قانوني ګامونه اخلي او سزا به ورکوي.

وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز تنظيم ویلي وو، په بولان او د بلوچستان په نورو سيمو کې د پاکستاني عسکري ادارو پوځي عمليات روان دي چې پکې يو شمېر بلوڅ فعالان وژل شوي او يا هم په ناقانونه توګه له ځانه سره وړل شوي دي.

د دغو عملياتو اړوند سوال په ځواب کې ضياء لانګو وويل، په بولان کې هيڅ قسم عمليات نه دي شوي خو وایي د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې عمليات روان دي.

لانګو د بلوڅ وسلوالو په يادولو سره وويل، دا عمليات د ترهګرو پر ضد دي، د ده په وینا ډېری بېلتون غوښتونکي وسلوال يې نيولي هم دي خو هغه دا ونه ښوول چې څو تنه يې په دغو عملياتو کې وژلي او څو تنه يې نيولي دي.

دوې ورځې وړاندې ضياء لانګو وي او اې ډيوه ته د وټسپ له لارې ويلي وو، چې د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم ورته د 395 لادرکه بلوڅانو ليسټ ورکړی وو. لانګو دعوه وکړه چې د دوی په څلورکلنه حکومتي دوره کې 325 لادرکه بلوڅان بېرته خوشي شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

خو د تنظيم مشران بيا وايي چې څومره لادرکه په ياده موده کې کورونو ته ستانه شوي تر دې زيات نور لادرکه شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG