لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: طالبانو ښځې پارکونو ته د ورتلو څخه منع کړي


طالبانو د افغانستان پلازمينې کابل کې د ساعت تیري يا تفريحي پارکونو ته ښځې د ورتلو څخه منع کړي دي، رویټرز خبري ادارې ويلي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ورته تاييد کړې چې په ښځو به پارکونو په ورتګ بنديز خو په دغه اړه یې نور تفصيل نه دی ويلی.

خبري ادارې ویلي، دا نه ده معلومه چې په ښځو دغه بندیز به څومره پراخه وي او د امر بالمعروف وزارت د ښځو دپاره پارکونو ته د تلو د خاص ورځو وړاندينۍ پرېکړې به اغېزمنې کړي.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي په دغه اړوند پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

د خبر ترمخه د شورو/ چهارشنبې په ورځ ډېرې ښځې پارکونو ته د ننوتو څخه منع کړی شوي او طالبانو دغه ننداره کړې ده.

يوې مېرمنې معصومې چې د امنيت له وجې يې خپل پوره نوم نه ويل غوښته، رویټرز ته ويلي، چې خپل يې لمسي يې پارک ته بوتلل غوښته خو بيرته ستنه کړې شوې ده.

هغې ویلي، "کله چې يوه مور د خپلو بچو سره راشي، بايد دا پارک ته داخله شي ځکه ماشومان يې هيڅ ښه څه نه ويني، دوی دې لوبې وکړي او پارک ته دې لاړ شي".

هغې زیاته کړې "ما دوی ته ډېر وویل خو ماته يې پارک ته د ننوتو اجازه رانه کړه او اوس مونږ بیرته کور ته ځو".

د دوه پارکونو چلوونکو کارمندانو د نوم نه ښکاره په شرط رویټرز ته ويلي، چې دوی ته د طالبانو چارواکو ویلي چې ښځې پارکونو ته ننوتو ته نه پرېږدي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم په ښځو ځينې بندېزونه لګولي دي.

د تير کال په وروستيو کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت يوه اعلاميه جاري کړې وه چې ډریوران دې هغه ښځې چې د 72 کلوميټره يا د هغې نه لرې سفر کوي او محرم ورسره نه وي، په ګاډی کې نه وړي .

د ټېکسي ډريوران د دې هم پابند کړی شوي وو چې يواځې هغه ښځه دې په ګاډي کې وړي، چې اسلامي حجاب يې کړی وي.

طالبانو له دغې وړاندې په افغانستان کې ټيلي ويژن چېنلې د دې پابندې کړې وې چې هغه ډرامې باید خپرې نه کړي د ښځو نمايش پکې کيږي او په ټيلي ويژن چېنلو به د خبرونو يا نورو پروګرامونو دپاره ښځې پرده کوي.

طالبانو چې تېر کال د اګست په مياشت کې د افغانستان واک په لاس کې اخستی، د شپږم ټولګي نه بره جينکو د زده کړو دپاره سکولونه هم تړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي څخه بره جينکو په زده کړو د بندېز پرېکړه په نړيواله کچه غندل شوې، او د طالبانو د حکومت نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه شوې وه خو د جينکو دپاره اوس هم سکولونه تړلي دي باوجود د دې چې د طالبانو ځینې وزيرانو په خپله ویلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی، نړۍ د طالبانو د حکومت نه غوښتنه کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی ولري، جينکو ته د زده کړو او ښځو ته د کار ځايونو ته د تلو اجازه ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG