لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ځانمرګي برید کې درې پاکستاني پوځيان ژوبل شوي


د افغانستان پولې ته څېرمه پرتې د خېبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې د پوځ په MRAP د ماینونو او برید مخه نیونکي ګاډي ځانمرګی برید شوی چې پکې د پاکسنان د پوځ درې عسکر ژوبل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې سږ کال دا ووم ځانمرګی برید دی چې په پاکستاني پوځیانو شوی دی.

بل لور ته د سه شنبې په ورځ د کوز جنوبي وزیرستان په رغزی سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی برید د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو غندلى او له صوبايي حکومته يې غوښتي، چې په سیمه کې دې د امنیت د ټينګښت او خلکو خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

امنيتي چارواکو او پوليسو ويلي، دا تازه ځانمرګی برید ماښام د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په نورک سیمه کې شوی دی.

د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي دا ځانمرګی بريد وو. چې د پوځ د مایننو او بریدونو مخه نیولو ګاډی پکې په نخښه شوی دی.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي خو په سیمه کې يو امنیتي چارواکي وویل ځانمرګي برید کونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر سایکل په سیمه کې د پوځ له یوه موټر سره جنګولي چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا په برید کې د پوځ درې عسکر ژوبل شوي دي.

د میر علي تاڼې پولیسو په وینا د پېښې سمدستي وروسته موقعې ته په ګڼ شمېر کې پوليس لېږل شوي، علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

د دې پېښې زمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې روان کال ځانمرګي بريدونه

له دې وړاندې په 23 اکتوبر وروستی ځانمرګی برید شوی او په دغه برید کې د پوځ ایجينيرنګ کور څلور کارکوونکي ژوبل شوي وو.

لومړی ځانمرګی بريد په 14 مې په ميرعلي کې شوی درې پوځیان او درې ماشومان پکې وژل شوي وو، دوېم ځانمرګی بريد په 29 مې په دوسلي کې شوی دوه عسکر او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي وو، درېم ځانمرګی بريد په څلورمه جولايۍ په ميرعلي کې شوی 15 پوځيان پکې ژوبل شوي او څلورم برید د اګست په اتمه میرعلي سیمه کې شوی چې پکې څلور عسکر وژل شوي او پينځم د ستمبر په 27 مه میر علي کې د امنیتي عسکرو په کاروان شوې وو چې پکې 21 عسکر ژوبل شوي وو.

تير يو کال کې د بدامنۍ پېښې

تیره میاشت په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې او په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوې وې.

په رپورټ کې ويل شوي وو، په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې او د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

او هم تيره میاشت په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي دي. او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې ده.

PIPS په خپل رپورټ کې ویلي وو، يواځې روان کال د اګست پورې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي او امنيتي ادارو 52 عمليات کړي چې پکې 34 په خېبرپښتونخوا او 17 په بلوچستان کې ترسره شوي او په دغو عملياتو کې 164 وسله وال وژل شوي چې زياتره یې د تحريک طالبان او بيا د بلوڅ وسله والو ډلو وو. او د عملياتو په مهال د نهه پوځيانو او يو ملکي وګړی وژل کېدو ويل شوي وو.

کوز جنوبي وزيرستان کې په پوليس تاڼه بريد ته سياسي غبرګون

بل لور ته سه شنبې په ورځ د کوزه جنوبي وزیرستان په رغزی سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی برید د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو غندلى او له صوبايي حکومته يې غوښتي، چې په سیمه کې دې د امنیت د ټينګښت او خلکو خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

د سه شنبې په ورځ شوي دغه برید کې د پولیس دوه عسکر وژل شوي او د پولیسو په وینا د ټانې نه يې په غټه کڅه وسله وړې ده.

تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان د شورو په ورځ په يو بيان کې ويلي دي چې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پيښو د صوبې حکومت خاموشي د يو جنايت کار عمل دی.

هغه ویلي دا د اندېښنې وړ خبره ده چې ترهګر له وزيرستان نه باجوړ، سوات او چترال ته راغونډ شوي دي خو حكومت يې په ضد ګام پورته كولو نه ډډه كوي.

په سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند عمومي سکتر عمران مخلص وويل، د علاقې پولیس او نو امنیتي چارواکي دعوې کوي چې حالت په کې دي بیا د هره ورځ د نامنۍ پیښې د چا لخوا کیږي؟.

د جماعت اسلامي ګوند د واڼه سیمې یو مشر اسد وزیر وویل په علاقه کې د ناامنۍ پیښې چټک شوي دي خو دوى په دې اوسنيو حالاتو کې يواځې پاتې شوي دي.

د صوبې د تحریک انصاف حکومت په صوبه کې د ناامنۍ په پیښو غلی دي خو پوځ په دې ورستیو کې په وار وار دعوه کړې چې د عملیاتو په پایله کې د ترهګرۍ نوغې ویستې دي.

خو په علاقه کې د جمعې په ورځ د پي ټي ایم او بیا ورپسې د دو شنبې په ورځ ځایي خلکو د ناامنۍ پرضد بیلا بیلې احتجاجي مظاهرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG