لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او انګلېنډ دېرش کاله وروسته سبا دویم ځل د شل اوویزو کرکټ لوبو فاینل لوبه کوي


واشنګټن ـــــ د اسټریلیا په ملبورن کرکټ میدان باندې د پاکستان او انګلېنډ دواړه لوبډلې د کال 1992 کرکټ کپ وروسته د کوم نړیوال کپ فاینل سیالۍ ته د اتوار- یکشنبې په ورځ کوزیږي.

په ټورنمنټ کې د پاکستان کرکټ لوبډله هم لکه د پخوا په څېر په دې ټورنمنټ کې هم په پواینټس ټېبل د لاندې نه راپورته شوې او د سویلي افریقه په بایلات او د بنګله دېش خلاف په ګټه يې فاینل ته ځان وویستو.

د برتانیې ډلې د روان کال په ستمبر میاشت کې پاکستان ته په سفر کې د 20 اورونو د اوو سیالیو په ټورنمنټ کې د دریو په مقابل کې څلور باندې ګټلی وو او دغسې په کال 2021 کې هم برتانیې ته په سفر کې پاکستان ماتې خوړلې وه.

د کرکټ 20 اووریزه نړیوال کپ 2022 په فاینل سیالۍ کې برخه اخستونکي لوبغاړي او په ټورنمنټ کې د هغوی لوبې ته په کتلو یو شمېر داسې دي چې د خپل وخت غوره لوبغاړي ګڼل کیږي.

د کرکټ نړیوال تنظیم یا ای سي سي په درجه بندۍ کې د پاکستان محمد رضوان په دویم او بابراعظم په څلورم نمبر دی.

بل خوا د برتانيې یواځې ډیوډ میلان د سر د لسو لوبغاړو په فهرست کې په شپږم نمبر دی خو په سیمي فاینل کې د هند پر ضد په لس وکټو سره په ګټه کولو د برتانيې ایلیکس هیل او کپتان جوز بټلر په جارحانه لوبه لوی روب غورزولی دی.

د 20 اوورونو په روان نړیوال کپ کې د اسټرېلیا په میدانونو ډېرو تکړه ډلو د 150 نه کم هدف تر لاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ شوي او په ځينو نورو سیالیو کې د 170 پورته هدف دفاع کول هم ډېرو ډلو ته ګران پرېوتی.

همدغه علت دی که یو ډلې ته غوره شوروعات د سر لوبغاړي ورکړي نو ورته د لوبې په اخیر کې د غټو شاټونو وهونکي هم پکار وي چې لوی هدف خپلې سیالې لوبډلې ته کښېږدي.

د پاکستان کرکټ لوبډله د دریو سپین بالرانو ترڅنګ دې وخت څلور د 140 کیلومیټره د ساعت په سر تېز بالران لري کوم چې لوبول مقابل لوبډلې ته ګران تمامېدلی شي او اکثره هم ددغې په برکت پاکستان ټورټمنټ کې بریالی شوی.

د پاکستان لوبډلې په خپلو اخیري پینځو سیالیو کې څلور او برتانیې په پینځو کې درې ګټلي دي او دواړه لوبډلو د 20 اوورونو نړیوال کپ یو یو وار ګټلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG