لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران کې په 750 مظاهره کوونکو فرد جرم لګول شوی


د ايران عدالتونو په درېو صوبو کې په 750 کسانو فرد جرم لګولی او چارواکو پرې تور لګولی چې دوی په وروستیو کې ترسره شوو ملکي کچه احتجاجونو کې ککړ وو او دغو احتجاجونو ته يې فساد ويلي دي، یاد احتجاجونونه د مهسا اميني د مړينې د پېښې وروسته پېل شوي دي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه له دې وړاندې په 2000 کسانو د مخکني فرد جرم لګول شوی په دوی کې نیم د تهران سره تعلق لري چې نیول شوي وو.

د خبر ترمخه په مظاهرو کې ګڼ شمېر احتجاج کوونکي وژل شوي چاته چې ايراني چاوراکو د فساديانو نوم ورکړی دی.

د ایران د جنوبي صوبو هورموزګان او مجتبا غريماني عدالتي مشر ويلي، په 164 فرد جرم لګول شوی دی دغه خبر ميزان انلاين خبري وېب پاڼې خپور کړی دی.

په دغو کسانو تور لګول شوی چې خلک يې وژنو ته راپارول، امنيتي ځواکونو ته يې تاوان اړولو، د حکومت پرضد يې پروپېګنډا کوله او ملکي تاسيساتو يې نقصان روسولو.

د ايران دولتي ارنا خبري ادارې ويلي، د مرکزي صوبې عدالتي مشر عبدلمهدي موسوي په 276 کسانو فرد جرم لګولی دی. خو ويل شوي 100 ځوانان کسان وروسته له هغې خوشي کړی شوي چې دوی ويلي بيا به په مظاهرو کې برخه نه اخلي.

او د مرکزي صوبې اصفهان عدالتي مشر اسدالله جعفري ویلي په 316 کسانو يې مقدمې جوړې کړي دي.

د ستمبر په مياشت کې د ايراني پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مېرمن مهسا امیني د مرګ نه پس په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي.

د امیني کورنۍ وايي په امیني تشدد شوی وو خو ایراني چارواکي دغه خبره ردوي. حکومت ویلي د امیني د مرګ تحقیقات یې شروع کړي دي. خو په ايران کې په ملک کچه مظاهرې پېل شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG