لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاپ فرانسېس د بې وزلو سره ولیدل او د "پاپولیزم سایرن یا زنګ" یې وغنده


Pope Francis participates in a lunch on World Day of Poor, at the Vatican
Pope Francis participates in a lunch on World Day of Poor, at the Vatican

د کېتولیکو عیسایانو د کلیسا لوی مذهبي مشر پاپ فرانسیس د یکشنبې یا اتوار په ورځ د سلګونو کډوالو، بې وزلو او بې کوره خلکو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه او د ټولنې د کمزورو خلکو سره د مرستې لپاره د نوي ژمنې غوښتنه وکړه او د "پاپولیزم سایرین یا ګنټۍ" یې وغندل چې د مرستې لپاره د دوي غږ چپوي.

فرانسیس، د کېتولیک کلیسا د بې وزلو نړیواله ورځ ولمانځله او د اټکل له مخې 1,300 بې وزله خلک یې واټیکان ته راوبلل او ډوډۍ یې ورکړه او په لسګونو میزونو کې مېلمانه د فرانسېس سره یوځای ناست وو.

د غونډې په جریان کې، فرانسېس هغه بې پروایي وغندله چې نړۍ د مهاجرینو او بې وزلو په وړاندې ښیي، او همدارنګه ویې وییل چې ځینې د شخصي ګټو لپاره د مهاجرینو په اړه وېره او دسیسې رامینځته کوي.

فرانسیس وویل: "راځئ چې د پاپولیزم په نامه تېر نه وځو، کوم چې د خلکو اصلي اړتیاوې له منځه وړي."

سږکال دا یاد لمانځنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ایټالیا یو ځل بیا د مهاجرت په اړه د اروپا یو مهمه بحث دی او د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني په مشرۍ د ښي اړخه حکومت، د مدیترانې په سمندر کې د ژغورل شویو خلکو د برخلیک په اړه د فرانسې سره مخامخ کیږي.

ایټالیا څلور ژغورونکې کښتۍ د څو ورځو لپاره په سمندر کې ساتلې وې تر دې چې اخر یې تیره اونۍ درییو کښتیو ته اجازه ورکړه او فرانسه یې مجبوره کړه چې څلورمې کښتۍ ته هم ځای ورکړي.

دغې ستونزې یو ډیپلوماتیک کړکیچ رامینځته کړ، چې په پایله کې یې فرانسې د اروپا د مهاجرینو د بیا ویش په پروګرام کې خپل ګډون وځنډاوه او له ایټالیا سره یې د پولو د غځولو مخه ونیوله.

فرانسېس په خواشینۍ سره وویل چې په اوکراین کې جګړه د بې وزلو حالت لا نور سختوي، څوک چې لاهم د کورونا وایرس، د طبیعي افتونو او اقلیمي بدلون څخه اغېزمنه شوي.

هغه زیاته کړه: "نن هم د پخوا په پرتله، زموږ زيات شمېر وروڼه او خويندې، چې له سختو ازمايلو او نا اميديو سره لاس او ګرېوان دي، د هيلې په لټه کې مهاجرت کوي او ډېر خلک د کار د نشتوالي او يا د ناسمو او نامناسبو کاري شرايطو له امله له نا امنۍ سره مخ دي."

د غرمې ډوډۍ ترڅنګ، راغلیو خلکو ته وړیا طبي معاینات او د سیمې کلیسا لخوا د خوراکي توکو 5,000 بکسونه هم توزیع کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG