لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین صدر زیلینسکي په خرسون کې خپلو ځواکونو ته وینا وکړه


د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ګل -دوشنبې په ورځ د اوکرایین په نوي آزاد شوي ښار خرسون کې خپلو ځواکونو ته په وینا کې وویل چې:

"د سولې لپاره تیار یوو، او سوله د ټول وطن لپاره"

په خرسون کې صدر په داسې وخت کې وینا وکړه چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونه له سویل ختیځ ښار څخه ووتل.

د برتانیه د دفاع وزارت د ګل - دوشنبې په ورځ په ټویټر د استخباراتو په هکله معلومات تازه کړي او وايی :

"ژمی به د روسي او اوکرایني ځواکونو لپاره د جګړې په میدان کې بدلون راولي

د معلوماتو تر مخه:

"د ورځې رڼا به په ورځ کې د پینځلسو یا شپاړسوګینټو څخه تر نهو ساعتونو کمه شي، په نتيجه کې به بریدونو هم کم شي

دغه استخباراتي رپورټ وايي:

"د تودوخې منځنۍ لوړه درجه به د سپټمبر څخه تر نومبر پورې د 13 درجې سینټي ګریډ او د دسمبر څخه تر فبروري پورې صفر سینټي ګریډ څخه راښکته شي

دوي ويلي دي چې هغه ځواکونه چې د ژمي د یخ موسم جامې او استوګنځي نلري د سخت مشکل سره د مخ کیدلو او ناروغیواحتمال لري.

زیلینسکي یوه ورځ وړاندې په خپله وینا کې اوکراینیانو ته یادونه وکړه چې دا هیر نکړي چې:

"د خرسون په سیمه کې وضعیت لاهم ډېر خطرناک دی."

هغه وویل:

"دلته ماینونه ښخ کړی شوي... زه د خرسون له ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوم چې ډیر احتیاط وکړي."

صدر وويل:

"د خرسون په سيمه کې هم د روسيې پوځ د هېواد د نورو سيمو په څېر ظلمونه شاته پرېښودل، خو له شکه پرته موږ به قاتلان پیدا کوو او د قانون منګولو ته به يې وسپارو."

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ په خرسون کې د خوراکي توکو، اوبو او دوایانو لېږل شورو کړي دي،.

دوه ورځې وړاندې اوکرایني ځواکونه د سیمې ستراتیژیک مرکز ته ننوتل چې روسیې د جګړې په پیل کې نیولي وو خو اوس ترې تښتېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG