لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیاتېدونکې ابادي په نړۍ بار کيږي خو پاکستان کې د ډېرې ابادۍ صوبې ولې په ګټه کې دي؟


واشنګټن _ که د نړۍ ابادي د 0.8% په شرح زياتيږي خو په دې ترڅ کې د پاکستان ابادي د 1.9% په شرح سېوا کيږي چې کارپوهان وايي که دا رفتار دوام ولري په 2100 پېړۍ کې به د ياد هېواد ابادي د نړۍ د نيمې ابادۍ برابره وي.

د کال 2017 د سرشمېرنې له مخه د پاکستان ابادي د يويشت سوه ميلين نه ډېره ده چې د يوولس سوه ميلين نه زياته ابادي يواځې د پنجاب صوبې ده.

خو د ټولنې د چارو کارپوه محمد سيد شاه وايي په دې حالاتو کې مشکله ده که دا ابادي وساتلی شو. ښاغلی شاه وايي:

“موسمي بدلون روان دی، سيلابونه دي، کرکرونده تباه ده، د زميدارو نه د نوي فصل د کرلو وخت تېر شو، د ابادۍ د کنټرول ميکينېزم نشته، خلک دې مسلې ته هډو پام نه ګرځوي، کلتوري لاملې پرې سرباري دي، جينکۍ په وړوکوالي کې واده شي او يواځينۍ غوښتنه ترې دا وي چې د واده لس مياشتې وروستو يې بچی پيدا کيږي که نه او دا به ريښتيا وي چې په پښتونخوا کې په يوه کورنۍ کې اوه لا اته ماشومان زېږيږي”.

د پاکستان د کورنۍ سرشمېرنو تر مخه د پښتخوا د اوسط کورنۍ د غړو شمېر کم نه کم اوه تنه ټبر دی او دا تناسب يې د سوات او وزيرستان نه د کډوال شوو پښتنو د سر شمېرنې په بنياد ټاکلی و خو د ملګرو ملتونو د ابادۍ شمېرنې اداره يو اين ايف پي وايي په پاکستان کې مياندې اوسط 3.5 يعنې د درېو نه تر څلورو پورې بچي زېږوي.

د پاکستان په سرکاري سرشمېرنه د درېو صوبو- پښتونخوا، سند او بلوچستان قامپاله ګوندونه بې باوره دي او نيوکې کوي چې د دوی کره شمېر يې نه څرګند کړی نه دی.

ابادي او د پاکستان د وسايلو او سياسي اختيار وېش

په ننني پاکستان کې د وېش تله ابادي ده. که هغه د اوبو وېش دی او که د نورو وسايلو خو هر څه د ابادۍ په شرح دي. دا د کال 1969 پورې داسې نه وه ځکه چې هغه وخت مشرقي پاکستان چې اوس يو ازاد هېواد بنګله ديش دی د موجوده پاکستان نه ابادي زياته لرله او د وسايلو د تقسيم سره سره يې د حکومت او پارلمان چارې هم اکثريت صوبې له غوښتلې خو پوځي ډېکټيټر فيلډ مارشل ايوب خان د مېجارټي يعنې اکثريت په ځای د پيرټي يعنې ټول يو شان په بنياد د واک او وسايلو د وېش نعره ورکړه.

ايوب خان د مشرقي پاکستان د غوښتنې د تمبولو د پاره د موجوده پاکستان د څلورو صوبو نه ون يونټ جوړ کړو خو ولې بيا هم د مشرقي پاکستان اکثريت په ځای پاتې شو.

خو په کال 1969 کې د يو يونټ د ماتېدو وروستو پاکستاني چارواکو د وسايلو او حکومتي چارو واک د ابادۍ اکثريت ته واړولو چې د پنجاب صوبې ته يې په نورو صوبو لومړيتوب ورکړو.

د پاکستان پارلمان او په حکومت کې برخه

د پاکستان د پارلمان د قامي اسمبلۍ د ټولو غړو چې پکې نېغ په نېغه منتخب او د ښځو او اقليتونو د مختص څوکو نه راغلو شمېر 342 دی او په دې کې يواځې د پنجاب صوبې د غړو شمېر 183 دی چې د نورو درېواړو صوبو او سرښار اسلام اباد د مجموعي څوکو د شمېر نه زيات دی او د کارپوهانو په وينا دا د حکومت د پالسيانو په جوړولو او د وسايلو په تقسيم کې قانوني اختيار لري.

د پنجاب صوبې په پوځ کې هم ډېره برخه ده. په امريکا کې ړ پاکستان پخواني استازي حسين حقاني څه موده وړاندې د کانګرس يوې غونډې ته ويلي د پاکستان د طاقتور پوځ 79% برخه د پنجاب صوبې نه د اخستل شوو پوځيانو ده.

د سند صوبې د کراچۍ ښار نه پرته د پاکستان د اقتصاد او صنعت ډېری ښارونه او کارخانې هم د پنجاب په يو شمېر ښارونو کې دي او د پښتونخوا د کارخانه دار او د پخواني پارلمان غړي نعمان وزير او د سرحد چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټري پخواني مشر ذاهد شينواري ډيوه ته په تېرو مرکو کې ويلي چې څنګه ځينې کارخانه دار د امن و امان د نيشتوالي د لاسه د کراچۍ نه پنجاب ته تلي دې، د دې نه څو چنده ډېر د پښتونخوا نه د ترهګرۍ د لاسه کډوال شوي او خپله شتکني يې پنجاب ته اړولې ده.

د پاکستان د جوړېدو سره سم په یاد هېواد کې مېشت قامي مشرانو د قرارداد مقاصد په نامه یو تړون کې رضا شوي وو چې د هېواد وروسته پاتې سیمو کې به د ترقۍ کارونه کوي چې دغه رنګ دغه سیمې د پرمختللو سیمو په شان پر مخ لاړې شي.

خو د پاکستان پارلېمان کې نزدې هره غونډه کې د ابادۍ په اساس د وړو صوبو نماینده ګان په خپلو سیمو کې د بجلۍ، ګېس، سړک، سکول، هسپتال جوړولو لپاره اوږده تقریرونه کوي او تر د زیاتېدونکې بد امنۍ نه سر ټکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG