د امریکې لوړ پوړي جنرل د شورو/ چهارشنبې په ورځ [16 نومبر] خبرداری ورکړی په تايوان د چين لخوا بريد به سټراټيجيکي غلطي وي څنګه چې روس په اوکراين بريد کړی وو.
د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی ویلي، "زما په خيال دا به کمعقلي وي، دا به سياسي، جغرافيايي، سټراټيجيکي غلطي وي، د هغې په څېر، څنګه سټراټیجيکي غلطي چې د روس صدر ولاديمیر پيوټن په اوکراين کې کړې ده".
خو ملی په دې اړه څه نه دي چې په خپلواکه جمهوري ټاپو تايوان باندې حمله کيږي.
امریکايي جنرال ويلي، "هغه ګڼي چې د چين صدر شي ژين پينګ چې په درېم ځل مشر جوړ شوی، هغه ويلي وو چې تايوان به په چین کې شاملوي او دا یې لومړیتوب دی خو دا يې عقلي اداکاري ده".
ميلی خبريالانو سره په خبرو کې ویلی، "زما په خيال هغه به ګټې تاوان ته ګوري او د خطرو په اساس به جاج اخلي خو زه به دا اووايم که په راتلونکې نزدې کې يې په تايوان بريد وکړو دا به ورته په راتلونکې کې ډېرې خطرې جوړې کړي او دا به د چین د پوځ دپاره په سټراټيجيکي ماتې تمام شي".
ميلی ویلي، "دغه ګام به چين د غټ اقتصادي او پوځي قوت جوړېدو څخه ودروي".
امريکايي جنرال زياته کړې "روس چې په فرورۍ کې په اوکراين بريد کړی وو يقین يې نه چې د اوکراين څخه به ورته دومره مزاحمت ترلاسه کيږي، لويديځ کيېف ته وسله ورکړه او روس يې په شا وتمبولو".
د ميلی په خبره، "یو څيز چې خلک يې زده کوي د خلې يا کاغذي جګړه د اصل جګړې نه بدله وي، کله چې وينه بهيږي، خلک مړه کيږي، ټېنکونه الوځي دا بيا بدل وي او په جګړه کې بيا ډېر تاوانونه کيږي".
هغه ويلي د چين پوځ د کال 1979 د وېتنام د جګړې وروسته په کومه جګړه کې نه دی ښکېل شوی او زياته کړې يې ده د چين پيپلز لبرېشن پوځ په تايوان په اسانه بريد کولی شي چې بمونه او ميزايلې يې وداغي خو د دغه غرييزه او د ګڼې ابادۍ په ټاپو په نيولو کې به ورته سخت پوځي مشکلات وي.
جنرل ميلی ویلي، "دا به ډېره خطرناکه لوبه وي چې په تايوان حمله کوي دوی تجربه او معلومات نه لري او نه يې روزنه شته".
[خبر د اې اېف پي په مننه]