لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما وایي افغانو ښځو ترې غوښتي د دوی او د طالبانو د حکومت تر منځ خبرو پیلولو کې دې یې مرسته وکړي


واشنګټن ـــــ د ملګري ملتونو سیاسي دفتر یوناما وايي، په روانه اوونۍ کې یې د افغانو ښځو له تر سلو زیاتو استازو سره لیدلي او هغوی ترې غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره د خبرو پیلولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

یوناما د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانو ښځو ورسره د طالبانو د حکومت په پرېکړو کې د ښځو پر معناداره ګډون، له تاوتریخوالي د خوندیتوب، تعلیم او کار ته د لاسرسي او انصاف په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوناما پخپل رپوټ کې ویلي، د 'نړیوالې پرانیستې ورځې' په مناسبت- چې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د «ښځې، سولې او امنیت» په اړه د 1325م قرارداد 22مه کلیزه هم ده- افغانو ښځو پر خپلو پورته یادو مسئلو د افغانستان په مختلفو ښارونو کې ددې ورځې د لمانځنو په غونډو کې خبرې کړي دي.

ښځو د ملګروملتونو له د فتره غوښتي د طالبانو د حکومت او دوی ترمنځ په یوه ازاده فضا کې د خبرو پیلولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي، چې ښځو ته د اقتصاد او تعلیم په برخو کې زیات فرصتونه په لاس ورشي، بنیادي حقونو یې بیرته پر ځای شي او د جنس په بنیاد د تر لاسه کړو ګټو ساتنه یې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړي مرستیال مارکوس پوټزل په کابل د ښځو یوې غونډې ته ویلي:

"تاسې چې له کومو ګواښونو سره مخ یئ موږ یې وینو او ستاسې غوندې موږ هم باور لرو چې بدلون ممکن دی. موږ مسلسل چارواکو ته د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د کنوینشنونو د غړي په توګه د ریاست ذمه وارۍ ور یادوو ".

د ملګروملتونو دغې ادارې پخپل رپوټ کې ویلي، تر سلو زیاتو ښځو په دغو ناستو کې ګډون کړی چې وایي د مختلفو سیمو، قومونو او ادارو استازیتوب یې کاوه، وایي دوی د ښځو د ګډون، خوندیتوب، مخنیوي، مرستو او بحالۍ په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د 1325م قرارداد په دغو پراخو بحثونو کې برخه واخیسته.

یوناما وايي ددغو بحثونو په نتیجه کې نړیوالې ټولنې، د طالبانو حکومت او خپل ښځو ته د شپږو سپارښتنو یو فهرست هم برابر شوی دی.

په دغو سپارښتنو کې لومړی د طالبانو د حکومت او د ښځو د استازو تر منځ د خبرو پیلول دي. دویم له ملګروملتونو د داسې تګلارې جوړولو غوښتنه چې ښځې په بیړه خپلې مهمې ستونځې د طالبانو تر حکومته ورسوي.

درېیم له ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې ټینګار او فشار ته دوام ورکړي.

په وروستیو درو سپارښتنو کې له طالب چارواکو او ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د ښځو د کارموندلو لپاره د اقتصادي پیاوړتیا، د ښځو د صلاحیتونو جوړولو، تعلیم او پر ښځو د تشدد د مخنیوي په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي .

یوناما ویلي، له ښځو هم غوښتل شوي په ټولنه کې دې داسې دود او دستور ته شا کړي، چې تاواني وي او د جنسي نابرابرۍ او پر ښځو د ظلم د دوام سبب کېږي.

یوناما ویلي کندز کې ښځو د طالبانو له چارواکو غوښتي، چې د هر عمر لرونکو نجونو ته د تعلیم امکانات برابر کړي.

وايي په هرات کې ښځو ورته ویلي، د تېر کال تر سیاسي بدلون مخکې ښځو د سولې په بهیر، تعلیم او نورو چارو کې په دغه ولایت او شاوخوا سیو کې فعاله ونډه لرله، خو وایي‌ اوس له ښځو سره د جنسي توپیر په بنیاد هغوی د داسې چارو په پرېکړو کې برخه نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG