لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف د افغانستان غړيتوب ختم کړو 


د رسنيو د ازادۍ نړیوال ایتلاف يا (MFC) د جمعې په ورځ خپله اعلامیه کې ددغه اېتلاف څخه د افغانستان دغړيتوب ختمولو اعلان کړی دی ۔

ياداېتلاف چې کېنېډا او هالېنډ يې مشري کوي، وېلې دي اېتلاف ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت اوس د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره سمون نه خوري او رښتيا دا دي چې دا صورتحال ډېر د اندېښنو وړ دی.

د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګي استاد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وایي ، افغانستان چې ۲۰۲۰م کال کي د رسنيو د ازادۍ د نړيوال ايتلاف غړيتوب ترلاسه کړی و چې دغه د افغانستان او دهغه وخت د حکومت لويه کاميابي وه چې داېتلاف غړي هېوادونه يې په دغه هېواد کې د رايې د ازادۍ په لړ کې قانع کړې وو .

خو د ښاغلي اشرف په وینا نن د طالبانو په واکمنۍ کې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی ځکه چې طالبان خبریالانو سره ښې اړیکې نه لري او د ازادو فعالیتونو د ترسره کولو په لاره کې یې خبریالان له ډول ډول ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

دافغانستان دطالبانو دحکومت له لوري په سمدستي توګه د ياد اېتلاف د پرېکړې په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی ، خو دطالبانو له لوري په تېرو وختونو کې د رسنيو پرضد دبنديزونو په اړوند کیدونکې نيوکې رد کړی شوې دي او دوي وايي په افغانستان کې رسنيو باندې هيڅ حکومتي فشار او يا بنديزونه نه دي پرځاي کړی شوي ۔

د افغانستان وتلي خبریال ځيرک فهیم وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال وویل ، په يقيني توکه چې دا مهال په افغانستان کې خبریالان له یوه اندیښمن حالت سره مخ دي او هم ځکه په 12000 کې، نږدې 10,000 خبريالانو خپلې دندې پریښودې او ډیر داسې هم دي چې افغانستان څخه په وتلو مجبوره شوي دي ۔

"زه ګڼم MFC دغه پرېکړه ډېره په تادۍ کې کړې ده، دافغانستان غړيتوب ختمولو په ځاي پکار وه چې ياد اېتلاف د طالبانو سره اړيکې زياتې کړې وې او دوي يې په دې مجبوره کړي وی چې د رسنيو د ازادۍ په لړ کې قوي ګامونه پورته کړي "


په تېرکال داګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت رامنځته کیدو وروسته تر دې دمه دوي حکومت دنړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی .

د بشري حقونو دنړيوالو تنظيمونو اوهېوادونو له لوري بيا بيا په طالبانو دا غږونه کيږي چې د رسنيو ازادۍ ، او بشري حقونو په لړ کې دې دنړيوالو سره کړې خپلې ژمنې سرته ورسوي خو طالبان دریځ لري چې دوئ نړۍ سره کومې ژمنې کړې وې په هغې ولاړ دي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG