لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا سعودي وليعهد محمد بن سلمان ته د خبريال خاشقجي په وژنه کې د تحفظ ورکولو دفاع کړې


واشنګټن- د ولسمشر جو بايډن حکومت د امريکا د هغه قانون دفاع کړې چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان ته يې د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي په مرګ کې د قانوني کاروايۍ نه تحفظ لا ايميونيټي ورکړې.

دا حکومتي پرېکړه د زيارت په ورځ هغه وخت راښکاره شوه کله چې د وزارت خارجه لخوا د ورجينيا يو ځايي عدالت ته په خط کې ليکل شوي ورکړل شول چې سعودي وزير اعظم محمد بن سلمان د يو بهرني هېواد د حکومت مشر دی، هغه ته دغه تحفظ حاصل دی او د عدليې د وزارت نه يې د دې د قبولو خواست وکړو.

د هغه خلکو په ملاتړ چې غواړي د وژل شوي خبريال په وژنه د سعودي عرب وليعهد ته سزا ورکړي په خط کې ليکل شوي دا تحفظ ورکول کله هم په دې معنا نه دی چې وزارت خارجه د مقدمې په قانوني حيثيت کوم بل نظر لري بلکې د تېر په څېر اوس هم دغه شوي جنايت ته بد وايي.

څېړونکي وايي سعودي وليعهد په سېپټمبر کې د وزير اعظم عهده ځکه خپله کړه چې د خاشقجي د چنغلې حاتېس سېنګېس لخوا د محمد بن سلمان خلاف د مرګ مقدمه شوې او د دې عهدې په وجه به هغه ته تحفظ ورکړل شي.

په مقدمه کې يو شمېر تورونه لګول شوي چې پکې د ناجايزه مرګ او په اراده د ځورولو ذکر هم شوی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې بايډن پخپله سعودي وليعهد ته د تحفظ ورکولو دا ګام پورته کړی نو د وايټ هاوس وياندې کيرن جين پيرس وويل په دې پرېکړه کې د وايټ هاوس دومره څه کردار نشته.

جين پيرس وويل دا تحفظ ورکول قانوني کار دی او دا به په راتلونکي کې د مقدمې په حيثيت هيڅ اغېزه ونه لري.

خاشقجي يو پېژندلی خبريال و چې د سعودي عرب ته تښتېدلی و ځکه چې هغه د حکومت نه د خپل تنقيد په وجه ويرېدلو او بيا په امريکا کې ميشت شوی و. هغه د واشنګټن پوسټ سره کار کولو چې په کال 2018 کې په ترکي کې د سعودي عرب د سفارت نه غيب کړل شو.

د خبرونو تر مخه خاشقجي په سفارت کې وژل شوی او بيا يې مړی ټکړې ټکړې شوی او ختم کړل شوی. د امريکا او نورو هېوادونو د استخباراتو ادارو لخوا د خواره کړل شوو معلوماتو تر مخه خاشقجي د محمد بن سلمان په حکم وژل شوی و.

محمد بن سلمان په خپله دفاع کې ويلي وو هغه ته د خاسقجي د مرګ د وړاندې نه معلومات نه وو خو د ملک د واکمن په حيث د پېښې کېدلو خپله ذمه واري مني.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG