لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د کال ۲۰۲۳ لپاره ۸۴ بیلینه ډالره دفاعي بودیجه اعلان کړې


واشنګټن - روس د کال دوه زره درويشتم د پاره شاوخوا څلور اتیا بلينه ډالره دفاعي بودېجه اعلان کړې ده.

دا د کال دوه زره درويشتم د پاره د کال دوه زره يويشتم په پرتله په ابتداېي توګه د اعلان شوي‌ بجټ نه څلوېښت فيصده زیات دی.

د دفاع وزارت ویلی دي چې د پور اخېستلو مقدار ښیي چې د روس د ماليې وزارت ګڼي چې اوسني‌ حالات د دوي په حق کې دي خو د راتلونکي‌ مالي ‌کال په اړه د غېریقیني صورتحال څرګندونه کوي.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې درجه حرارت د صفر ډګري‌ سېنټي ګرېډ نه هم راښکته شوی دی، په کیېف کې چارواکو د مکمل بندېز خبردارې ورکړی.

له ای پي خبري اژانس سره په مرکه کې د ښار مېئر وېتالي‌ کلېټسچکو ویلی دي چې چارواکي‌ د بجلي ‌ګهرو د بحالۍ هڅې کوي.

د اوکراین وزیراعظم ډېنس شماېهل ویلی دي چې د روس هوایي بمبارۍ کې د کېف ګرېډ ته ډېر نقصان رسېدلی دی او یواځې دا نه بلکه په شمال کې د کېف نه واخله تر د جنوبي‌ سيمې اوډېسه پورې د روس په بمبارۍ کې د اوکراین د توانایۍ نظام نیم په نیمه تباه کړل شوی دی.

د یورپي کمېشن مرستیال صدر سره د خبرو اترو په وخت شماېهل ویلی دي چې له بده مرغه روس په ولسي اډانه یا انفرسټکچر مېزایلی توغوي او د خپلو دې بریدونو د لارې دوي د ولس خلاف جنګ پېل کړی دی، ځکه چې ولس د بجلۍ، اوبو، په ژمي کې د ځآنونو د ګرم ساتلو او د رابطو نه پرېکوي.

وزیراعظم زیاته کړه چې روس په پنځلسم نومبر د اوکراین په ښارونو تر سلو پورې مېزایل ورولی دي او تقريبا نیم په نیمه د انرجۍ نظام يې ناکاره کړی دی.

د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ خپله وینا کې ویلی دي چې د انرجۍ د بېلا بېلو کمپنیو په هڅو تر ډېر حده د بجلۍ په کمي‌ قابو موندل شوې ده او په باقي‌ پاتو علاقو کې هم د دوي‌ هڅې دوام لري.

ملګرو ملتونو په ژمي‌ کې د بجلۍ د نشتوالي‌ په صورت کې د بشري کړکېچ خبرداری ورکړی.‌

بل پلو زېلېنسکي په کال دوه زره درویشتم کې د یورپين یونين لخوا د اتلس اشاريه پنځه بلينه ډالره د مالي ‌مرستو هرکلی کړی.‌

هغه زیاته کړې ده چې روس د خپل ځآن راغونډولو د پاره د لنډ مهال اوربند غوښتنه کوي خو له داسې کولو سره به حالات نور هم بد اړخ ته لاړ شي.

زېلېنسکي ویلی دي چې یواځې د روس د زور ور ختمولو په صورت کې اصلي ‌او اوږد مهال امن قاېمېدلی شي.

د یېل یونیورسټۍ هغه رپورټ چې د امریکې سټېټ ډېپارټمنټ ‌يې هم ملاتړ کوي،‌ ویل شوي دي چې په خېرسان کې د روس د قبضې په وخت د مارچ د میاشتې نه تر د اکتوبر د میاشتې پورې دوه سوه شپږويشت کسان نیول شوي یا بې درکه شوی دي.

‌د اوکراین وزیراعظم، پارلېماني‌غړي او نورو چارواکو په خېرسان کې په روس د بشري سرغړونو تورنه لګولی دي.‌

راېټرز په دې اړه د اوکرایني چارواکو د دعوو پخلی نه دې کړی.‌ روس په عامو خلکو د تشدد تورونه په کلکه ردوي.‌

په عېن حال کې روس د جمعې په ورځ‌ دعوه کړې چې اوکرایني پوځیانو د لسو نه زیات نیولی شوي د روس قېدیان وژلی دي او په کېف يې د جنګي‌ جرمونو تور لګولی دی او زیاته کړې یې ده چې لویدیځ په دې ځآنونه غلی کړی دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG