لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: ولس ته وایم په ٢٦ نومبر پینډۍ ته راشئ. مریم اورنګزېب: ٢٦ نومبر د تماشې ختمېدو نېټه ده


اسلام اباد ــــ د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران خان خپلو پلويانو ته په ٢٦ نومبر راوالپینډۍ ښار ته د رارسېدلو پيغام ورکړی او ويلي یې دي هغه به هم دغلته موجود وي او مارچ کوونکو ته به پخپله وينا کې راتلونکې تګلاره وړاندې کوي.

عمران خان وويل هيواد د ورپېښو ستونځو نه د راويستلو يواځینۍ لار د وخت نه وړاندې بې پلوه ټاکنې دي.

خو د پاکستان خارجه وزير بلاول بټهو زرداري په عمران خان باندې د پوځ د نوي مشر د ټاکنې د لانجمنې جوړولو تور لګولی او ويلي یې دي "که د پوځ د مشر د ټاکنې مرحله پوره شوه نو د خان صاحب غوندې د ډېرو خلکو سياست به ختم شي".

څېړونکي روانه اوونۍ د هيواد د استحکام لپاره مهمه بولي او وایي هيواد د موجوده ستونځو نه د راويستلو لپاره به ټولو سياستوالو او په ځانګړې توګه نواز شريف او عمران خان ته خپل خپل رول لوبول وي.

د خالي- شنبې په ورځ د وېډيو لینک له لارې مارچ کوونکو ته په وينا کې عمران خان وويل هيواد د ورپېښو ستونځو نه د راويستلو يواځینۍ لار د وخت نه وړاندې بې پلوه ټاکنې دي او زياته یې کړه د دوى د ريښتینې ازادۍ تحريک به له دې وروسته هم روان و.

څو ورځې وړاندې فاینانشل ټایمز ورځپاڼې سره خپله مرکه کې د دوى حکومت د امريکني سازش لاندې ړنګولو د خپلې بيانیې څخه په شا کېدو وروسته عمران خان مارچ کوونکو ته پخپله وينا کې د خپلې هغې بيانیې څخه هم په شا شو چې ګنې حکومت ړنګولو کې یې پوځ هم لاس درلود او وې ویل چې د ایسټېبلشمنټ يا پوځ په دې کې څه رول نه وو خو پکار وه چې د دوى حکومت یې نسکورولو ته نه وای پرېښی.

د عمران خان داسې ډول ويناوې په هغه نيوکې نورې هم توندوي او سياسي مخالفين هغه د اقتدار وږی ګڼي.

خارجه وزير بلاول بټهو زرداري په عمران خان باندې تور لګولی چې عمران خان خپل سياست د پوځ د نوي مشر له ټاکنې سره تړي.

د خالي- شنبې په ورځ اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې هغه وويل د عمران خان مقصد که ريښتنې ازادى ده نو هغه د پوځي مرکز راولپینډۍ انتخاب ولې وکړ.

بل لور ته د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په عمران خان نيوکې کړي او ويلي یې دي چې د ٢٦ نومبر نېټه د تماشې ختمېدو نېټه ده.

د عمران خان اعلان ته په غبرګون کې نوموړې پخپل ټويټ کې وويل، د ازادۍ مارچ د کال ٢٠١٤م د پي ټي ای احتجاجي ناستې په شان يوه ناکامه هڅه ده او ٢٦ نومبر به هم د امپایر ګوته نه اوچتولو په شان تېره شي.

د عمران خان مخالفين او بې پلوه څېړونکي په ده نيوکې کوي او وایي د تحريک انصاف مشر سېول حکومت سره خو خبرو ته تيار نه دی خو غواړي چې پوځ دې د وخت نه وړاندې د عمومي ټاکنو لپاره منځګړتوب وکړي.

تېره مياشت د پاکستان سپريم کورټ هم عمران خان ته ويلي وو چې د روانو شخړو د هوارولو لپاره دې پارلمان ته ستون شي کوم چې د سياسي شخړو هوارولو يوه ایيني اداره ده.

څېړونکي روانه اوونۍ د هيواد د استحکام لپاره مهمه بولي او وایي هيواد د موجوده ستونځو نه د راويستلو لپاره به ټولو سياستوالو په ځانګړې توګه نواز شريف او عمران خان ته خپل خپل رول لوبول وي.

د دوى وينا ده چې عمران خان د پوځ د مشر په ټاکنه کې د خپل رول لوبولو نه په شا شوی او اوس يواځينۍ غوښتنه یې د وخت نه وړاندې ټاکنې دي، خو بل پلو حکومت او د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف وايي ټاکنې به په خپل وخت د راتلونکي کال په اکتوبر کې کيږي.

د دوى وينا ده که دواړه خواوې په خپل خپل دريځ ټينګ ولاړ وي نو حالات به خراب شي او بيا د مارشل لا لګېدلو هم امکان دی.

له يو شخصي ټيلیویژن سره خبرو کې څېړونکي محمد مالک وویل،" څنګه حالت چې روان دى دې کي د خان صاحب او ميان صاحب اينډ کمپني سياست خو به وچليږي خو ملک نه شي چلېدی ولې چې د پاکستان اقتصادي صورتحال ډېر زيات خراب دی، نو دې د پاره څه نه څه خو به کول وي".

محمد مالک وويل دواړه سياستمداران د خپل خپل دريځ نه شاته کېدو ته تيار نه دي او دوى پخپله د داسې حالاتو جوړولو ته جواز پيدا کوي کوم به چې د جمهوري عمل دپاره ښه نه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG