لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال نړیوال کپ سیالۍ نن په وړومبي ځل عربي هیواد قطر کې پیل کیږي


د فټبال نړيوال جام سيالۍ نن یکشنبه/اتوار په وړومبي ځل په یو عربي هیواد قطر کې پيل کیږي چې پکې به دنړۍ نه دفټبال 32 لوبډلې برخه اخلي اؤ د دوي ترمنځ به 64 سیالۍ کیږي.

په دې نړیوالو سیالیو کې به وړومبۍ سیالي د کوربه هېواد قطر او د ايکواډور دلوبډلو ترمنځ کېږي چې پیل به یې دپاکستان په وخت دشپې دنهو بجو څخه وي.

دپاکستان دفټبال لوبډله به په دې سیالیو کې برخه نه اخلي.

دفټبال دنړیوال تنظیم فیفا د اعلامیې له مخې ددې سیالیو اتلې لوبډلې ته به دانعام په توګه 42 میلیونه ډالر ورکول کیږي.

دفیفا ترمخه ددې نړیوالو سیالیو دلګښتونو اندازه تر220 اربو ډالرو زیاته لګول شوې ده چې دا به دفټبال په سیالیو کې دتاریخ تر ټولو لوړ لګښتونه وي.

په قطر کې ددې 64 سیالیو لپاره د شپږو نه تر 10 اربو ډالرو په لګښت 8 لوبغالي جوړ کړل شوي دي.

ټاکل شوې ده د فټبال نړيوال جام دا لوبې به دقطر په اتوؤ لوبغالو کې کېږي.دسیالیو لپاره 32 لوبډلې دڅلور لوبډلو په اتوؤ ډلو یا ګروپونو کې وېشل شوې دي.

په وړومبي پړاو کې به هره ورځ څلور سیالۍ ترسره کېږي او له هرې يوې ډلې څخه به دوه لوبډلې بل پړاو ته ووځي.

دا وړومبی ځل دی چې دمنځني ختیز کوخ هیود دفټبال دنړیوال کپ کوربه توب کوي.

په عمومي توګه د فټبال نړيوال جام لوبې دګرمۍ په موسم کې د جون او جولايي په مياشتو کې کېدې خو په قطر کې د سختې ګرمۍ له وجې دا ځل لوبې په نومبر او دسمبر مياشت کې تر سره کېږي.

فرانس په کال 2018م کال دفټبال دنړیوال کپ اتلولي ګټلې وه. برازيل پنځه، جرمني څلور، اټالیې څلور، ارجنټاين دوه، فرانس دوه او انګلستان او سپين يو يو ځل د فټبال نړيوال جام ګټلی دی.

د فټبال نړيوال کپ پايلوبه به د دسمبر پر 18مه کېږي.

د فټبال نړيوال جام لوبې هر څلور کاله وروسته کېږي او راتلونکی نړیوال کپ به په 2026م کال کې په کاناډا، ميکسيکو او امريکا کې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG