د پاکستان د بلوچستان صوبې نه پېښور ته جعفر اېکسپرېس ټرېن [اوور ګاډی] پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د مچ څخه روان شوی دی، د کوټې پورې د رېل پټلۍ تراوسه نه ده جوړه شوې.
د مچ علاقې څخه د اوور ګاډي پېښور ته په روانېدو مسافرو د خوشالۍ څرګندونه کړې او د کوټې پورې د اوور ګاډي د پټلۍ سمولو او اسانتياو برابرولو غوښتنه يې کړې ده.
په 26م اګست د پاکستان د اوور ګاډي محکمې ویلي وو د مچ علاقې سره نزدې د انګرېز د وخت د اوور ګاډي پُل غورځېدلی چې له امله يې د اوور ګاډي تګ راتګ ځنډېدلی وو.
د اوور ګاډي د محکمې چارواکو ويلي، د جنورۍ د مياشتې پورې به د کوټې پورې د رېل پټلۍ بیرته جوړه کړی شي.
پرون د اتوار په ورځ جعفر اېکسپرېس د کوټې په ځای د مچ څخه روان کړی شوی چې پکې 164 مسافر سپاره وو.
مچ د کوټې نه په 63 کلوميټره فاصله لرې دی. مسافر د کوټې نه تر مچ پورې په بسونو يا ګاډو کې بوتلل شوي وو.
يو مسافر نويد احمد نومې تن ویلي د اوور ګاډي بحالېدو په تمه وو ځکه چې دوی به په بسونو کې سفر کولو کوم چې د هغه په وينا د اوور ګاډي په مقابله کې ډېر محفوظ نه دی.
د اوور ګاډي د محکمې چارواکو ويلي، د کوټې پورې د رېل په پټلۍ او پُل په جوړېدو کار روان دی.
د چارواکو په خبره په کوټه کې د اوور ګاډي په سټېشن د ټکټونو ترلاسه کولو اسانتياوې برابر کړی شوي دي.
پاکستان کې د بارانونو له امله بلوچستان، خېبرپښتونخوا او سيند صوبې ته ډېر تاوانونه اوښتي دي.
په بلوچستان صوبه کې د سېلابونو له امله په لومړو ورځو کې د صوبې د نورو صوبو سره سړکي تګ راتګ بند شوی وو. سړکونه او پُلونه اوبو وړي وو.
پاکستان کې سږ کال پشکالي بارانونو په غټه کچه تاوانونه اړولي دي.
د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه د جون د مياشتې راهسې د بارانونو او سېلابونو امله 33 ملينه خلک اغېزمن شوي، 1739 کسان مړه شوي، د لکونو په شمېره کې کورونه تباه شوي دي.
د ادارې ترمخه د سېلابونو له امله په ملک کې 13115 کلوميټره سړکونه او 439 پُلونه اغېزمن شوي دي.
پاکستان وايي د سېلابونو له امله ملک ته د 30 اربه ډالرو تاوان اوښتی دی.
[په دې خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي دي].