لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو د څار اداره: ترکي وطن ته د افغانانو په بیرته شړلو د هغوی ژوند په خطر کې اچوي


واشنګټن ـــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ترکیې پر حکومت نیوکې کړې دي چې وایي په لوی شمېر کې افغان کډوال یې بیرته خپل وطن ته شړلي دي، وایي په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې ژوند یې زیات په خطر کې دی.

احمد- چې اصل نوم یې پټ ساتل شوی- یو وخت د امریکا له خوا روزل شوی پایلټ وو او په افغانستان کې یې له طالبانو سره جګړه کوله، خو له تېر کال راهیسې په استانبول کې دی او په امریکا کې د پناه غوښتنې د پروسې په انتظار دی.

هغه اوس په ترکیه کې افغانستان ته د واپس لېږلو له ویرې سره ژوند کوي. احمد وي او اې ته وویل:

"زه یو څو کسان پېژنم چې بیرته خپل وطن ته شړل شوي دي او په هغوی کې ځینې پخواني پوځیان ښکارېدل. طالبان وایي چې دوی د تېر حکومت پوځیانو ته عامه بخښنه کړې ده خو نه یې ده کړې. موږ خبرونه اورو چې دوی اوس هم څارل کېږي، وژل کېږي او تښتول کېږي".

د بشري حقونو د څار سازمان په دې میاشت کې یو راپور خپور کړ چې چارواکي یې د ترکیې پر حکومت په زور او بې توپیره د افغانانو د شړلو تور لګوي. په ترکیه کې د ایچ آر ډبلیو مشره ایما سنکلېر ویب وایي:

"هغه څه چې موږ ګورو دا دي چې دا خلک عموماً په ښارونو کې راټول شوي، د پولیسو په لویو عملیاتو کې د ایستلو په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي او بیا په خپله خوښه د بیرته ستنېدو لاسلیک کولو یا منلو ته رضا کیږي".

مېرمن ایمان سنکلېر وایي د دې رپوټ سرلیک دی "هېچا له ما نه وپوښتل چې ولې مې افغانستان پرېښود"، وایي دا د دې حقیقت لنډیز دی چې په راپور کې هیچا ته دا فرصت نه دی ورکړل شوی چې د پناه غوښتنه وکړي.

ترکي چارواکي په جبر د افغان کډوالو د شلو تورونه په کلکه ردوي او وايي چې د دوی اقدامات د نړیوالو معیارونو سره مطابقت لري.

ترکیه د شاوخوا څلور میلینه کډوالو کور توب کوي، چې ډېری یې د شام وګړي دي. دا هېواد د کډوالو او راتلونکي کال ټاکنو په اړه د خلکو ناخوښي مخ په ډېرېدو سره حکومت د ډیرو کډوالو ویره لري.

علي حکمت د افغان کډوالو د پیوستون تنظیم مشر دی، هغه وایي ترکيې ته د نويو راغلو افغان کډوالو شمېر اوس تر سوريايي کډوالو زيات دی، "له همدې امله د ترکیې حکومت د افغان کډوالو له یوې نوې څپې ویره لري".

تمه کیږي چې د ټاکنو په رانژدې کیدو سره به د افغانانو رایه اچونه نوره هم پیاوړې شي. چارواکو دا اعلان هم کړی چې په استنبول کې د احمد په ګډون د ډېرو افغانانو د اوسېدو جوازونه نه نوي کېږي. د هغه موده په دې میاشت کې پای ته ورسېده.

خو احمد وايي چې امریکا ته د پناه غوښتنې لپاره د هغه وروستۍ مرکې ته یواځې څو اونۍ پاتې دي، چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د بیا یو ځای کېدو هیله څرګندوي.

"دا له زمانې سره سیالي ده، نو زه هیله لرم چې امریکې ته لاړ شم ځکه چې زما کورنۍ هم په امریکا کې ده، زه چې کله هم په کوڅه کې ګرځم را ګرځم نو وېرېږم چې هسې نه پولیس راڅخه اسناد وغواړي او زه اسناد نه لرم. که ونیول شم کېدای شي بیرته مې وطن ته وشړي او زه افغانستان ته له بیرته ستنېدو ډېر ډارېږم".

راتلونکې څو اوونۍ به د احمد د ژوند پرېکړه وکړي، چې ایا هغه بیرته افغانستان ته لېږل کېږي او په ممکنه توګه له مرګ سره مخامخ کېږي او که له خپلې کورنۍ سره د نوي ژوند هیله یې پوره کېږي.

د ترکيې د کډوالو اداره وايي سږ کال يې څه باندې 50 زره افغانان د هوا له لارې بېرته افغانستان ته لېږلي او دوه لکه 40 زره نور د ايران پولو ته ور شړل شوي او يا ترکیې ته له داخلېدو منع کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG