لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایف یو جی:سپریم کورټ دې دارشد شریف د وژنې پخپله نوټس واخلي


تېره میاشت کېنيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شریف په اړه پاکستان کې د صحافيانو لويې تنظیم د سپريم کورټ د چيف جسٹس څخه له خپله انده دنوټس اخستو او ددغه وژنې د پلټنو لپاره د سترې محکمې دموجوده جج په مشرۍ د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې دخبریالانو دمرکزي اتحادیې پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر افضل بټ ډيوه ته ویلي چي تنظیم د ارشد شریف د وژنې قضيه ځان لپاره يوه ازموینه ګڼي او غواړي چې د وژل شوي خبريال قاتلان معلوم کړي.

خو ځنې خبريالان بيا وايي تر اوسه د پاکستان په خاوره کې وژل شوو صحافيانو ته انصاف ترلاسه نه شو نو څنګه به په بل هېواد کې د وژل شوي خبريال قاتلان مالوم شي.

دخبریانو داتحادیې لخوا سترې محکمې ته استول شوي یو لیک کې ویل شوي چې د ارشد شریف د قتل له کبله صحافتي ټولنه په ژور غم اخته شوې ده او دا چې ټول قام ددې قتل سره د تړلو پوښتنو ځوابونه غواړي.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس ترمخه د ارشد شریف کورنۍ او صحافتي ټولنه په ستر عدالت باور لري او ګني چې سپريم کورټ به صحافتي ټولنې او د ارشد شریف کورنۍ ته انصاف ورکړي.

خبريال ارشد شریف تېره میاشت د کېنيا په سر ښار نېروبي کې په مرموزه ډول وژل شوی و او ځاي پولیسو د نوموړي وژنه د غلط شناخت معامله ګرځولې وه.

د ارشد شریف د وژنې دپلټنو په اړه د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د سپريم کورټ چيف جسٹس ته د عدالتي کمېشن جوړولو لپاره خط لېکلی دی.

پي اېف يو جی د سترې محکمې څخه د ارشد شریف د قتل په اړه په خپله د نوټس اخستو او دعدالتي کمېشن د جوړښت دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د خبريالانو ضد جرمونو باندې نظر لرونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې پدغه هېواد کې د کال 2012 او 2022 په مينځومانه موده کې نزدې 53 صحافيان د کار په مهال وژل شوي دي .

د فریډم نیټ ورک د رپورټ ترمخه په دغو 53 قضيو کې يوازې د دوو صحافيانو قاتلانو ته سزاګانې ورکړل شوي دي او د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر افضل بټ ډيوه ته وايي د بده مرغه په دې هېواد کې د صحافيانو قاتلان زورور خلک وي او مالومول یې ګران وي.

ښاغلی بټ وايي تر څو چې د ارشد شریف د وژنې خبره ده نو پي ایف يو جی دا د ځان لپاره د ازموېنې مقدمه ګڼي او ځکـه د سپريم کورټ څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه دې دلوړې کچې يو عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د پاکستاني خبريال ارشد شریف وژنې په دغه هېواد کې يو ځل بيا د صحافتي ازادۍ بحثونه راپارولې دي خو په اسلام اباد کې ځايي خبريال عبدالله مهمند ډيوه ته وايي د پي اېف يو جی دا خط په معنا د سياست دی او هغه نه ګڼي چې د ارشد شریف کورنۍ ته به د سترې محکمې لخوا انصاف ترلاسه شي.

نوموړی وايي له دې مخکې هم د ځینو صحافيانو په اړه عدالتي کمېشنونه جوړ شوي او ډېرې قضيې سترې محکمې ته وړل شوي خو وايي نه ګڼي چې د ارشد شریف په مقدمه کې به کوم پرمختګ وشي.

ښاغلی عبدالله وايي تراوسه چې د پاکستان په خاوره کوم خبريالان وژل شوي هغوي ته انصاف ورنه کړی شو نو ارشد شریف خو په يو داسې هېواد کې وژل شوی د چا چې خپل د بشري حقونو رېکارډ ډېر ښه نه دی.

د صحافيانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز د کال 2022م په خپل رپورټ کې د صحافتي ازادۍ په لحاظ سره پاکستان د 185 هېوادونو په فهرست کې په 157 نمبر اچولی او دا هېواد یې د صحافيانو لپاره د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې يو يو ګرځولی دی.

دصحافيانو د حقونو د څار نړیوال تنظيمونه په پاکستان کې د ميډيا د بندېزړنو، سینسرشپ او د صحافيانو د ځورونو تور ددې هېواد په طاقتور پوځ او خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل رد کړي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د شخصي ټى وي چېنلو ،ورځپاڼو او خبري وېبپاڼو تړل او پرانستل امروزه معمول دی چې د فشار وروسته بيا پرانستل کېږي او شخصي مطبوعات نه شي کولی چې په ډاډه زړه په دغه هیواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هلو ځلو، لادرکه تنانو د ستونزې او په بلوچستان صوبه کې د روان وسله وال بغاوت رپورټنګ وکړی شي.

په اسلام اباد کې ځاي خبريال او د شخصي ټى وي چېنل د پرورګرام کوربه حنيف الرحمن ډيوه ته وايي په پاکستان کې صحافيان د وېرې سره مخ دي او سلف سینسرشپ کولو ته مجبوره شوي دي.

هغه وايي دلته خبریالان د مذهب سره په تړل شوو چارو په ډاډه خبرې نه شي کولی او که کوي یې هم نو د سلف سینسرشپ لاره خپلوي او داسې نورې ستونزې هم دي چې خبرې ورباندې کول ګران دي ځکه چې بيا د خبريال انجام ښه نه وي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواک تنظیم اېچ ار سي پي د کال 2022 په خپل راپور کې د هېواد دننه د صحافتي ازادۍ په اړه ویلي چې د دستور د نولسمې مادې لاندې د اظهار رایې د ازادۍ غځولو د رياستي هڅو په ترڅ کې غېر رياستي عناصر توانېدلي چې خپل خواهشات پر هغه چا وروتپي څوک چې د هغوى د فکر سره اتفاق نه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG