لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوچا: افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴.۴ میلیون کسان خراب وضعیت کې ژوند کوي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او هوا سړېدو سره د دغه هیواد لږ تر لږه ۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلې کوونکي او خراب وضعیت کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او هوا سړېدو سره د دغه هیواد لږ تر لږه ۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلې کوونکي او خراب وضعیت کې ژوند کوي.

اوچا د سې شنبې په ورځ نومبر ۲۲ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال د دغه هیواد په ځینو برخو کې واوره شوې او زیات شمېر کورنۍ د خپلو اړتیاو لپاره د ژمي کافي امکانات نلري.

اوچا زیاته کړې: "۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلي کوونکو شرایطو کې ژوند کوي.د توکو د بیو لوړېدو سره، هغوی د اوج نقطې ته رسېدلي دي بېړنیو مرستو لکه ګرمو جامو، سرپناه او نغدو پیسو ته اړتیا لري."

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) ویلي چې د ژمي د رارسیدو سره یې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې زیاته کړې چې د راتلوونکي ژمي په جریان کې په ټول هیواد کې له شاوخوا ۴۰۰زره کسانو سره نغدي مرستې کوي.

دغه ادارې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ټېمونه د اړمنو کسانو پيدا کولو لپاره کور پر کور ګرځي. دغه بنسټ ویلي چې اوس مهال په میدان وردګ ولایت کې دغه بهیر پيل شوی دی.

په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) هم ویلي و چې ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې له ۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

یونیسف تیره دوشنبه یا ګل د نومبر ۲۱مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال، په دغه هیواد کې په میلیونونو کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای او په راتلونکي ژمي کې به یې وضعیت نور هم خراب شی.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان د اکتوبر میاشت راپور کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې به د روان کال نومبر مياشتې پورې 20 ميلينه خلک د خوراک د ناورین او بېړني حالت سره مخامخ شي۔

د سازمان په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې د روان کال نومبر مياشتې پورې به په 20 ميليونه تنانو کې څه باندې 13 ميلينه خلک د خوراک د بحران او نزدې 7 ميلينه خلک د بېړني حالت سره مخامخ شي.

د خبر ځینې برخې د اشنا څانګې څخه اخیستل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG