لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: طالبان تېروتنې تکراروي، که د افغانانو غوښتنې ونه مني له مخالفت او جګړې سره به مخ شي


واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی استازی زلمی خلیلزاد وایي، طالبان هغه تېروتنې تکراروي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې شوې دي او ناوړه نتیجې یې لرلې دي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، که طالبان د افغانانو غوښتنې ونه مني دا به د نورو خلکو د کډه کېدو او جګړې سبب شي.

د امریکې د حکومت او د افغانستان لپاره د اوسني ځانګړي استازي په ګډون د دې هېواد مخکینی استازی زلمی خلیلزاد هم د طالبانو شاوخوا پینځلس میاشتنۍ واکمنۍ مجبور کړی چې د هغوی پر تګلارو اندېښنه څرګنده کړي.

زلمي خلیلزاد د ترکیې له ټي آر ټي ټیلیویژن سره تازه مرکه کړې چې د سه شنبې- نهې په ورځ خپره شوې او پکې ویلي یې دي چې په افغانستان کې په تېرو څلورو لسیزو کې کومې تېروتنې شوې وې د طالبانو حکومت هغه جدي تېروتنې بیا تکراروي، وایي باید داسې تېروتنې بیا ونه کړي.

خلیلزاد که څه هم په ځانګړې توګه د طالبانو دغه جدي تېروتنې یادې نه کړې، خو وایي نړیوالو چې په تېرو شاوخوا پینځلسو میاشتو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ډېر پرې ټینګار کړی، هغه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی نه کول او د یوه ټولشموله حکومت نه جوړول دي:

"که دوی [طالبان] غواړي چې د پالیسیو درناوی یې وشي باید د ټولنې د اکثریت نظر په پام کې ونیسي لکه د تعلیم په برخه کې، حتی یوه طالب واشنګټن پوسټ ته ویلي وو، چې 90 فیصده طالبان د های سکولونو د نجونو پر تعلیم د بندیز خلاف دي".

خلیلزاد وویل داسې اوازې هم دي چې کېدای شي طالبان د نجونو پر تعلیم د بندیز په برخه کې نور هم پر مخ لاړ شي او کېدای شي پوهنتونونو ته هم جینکۍ له تلو را وګرځوي، وایي دا ګام به یې «ویجاړوونکی» وي او د نړیوالې ټولنې او افغانانو د سخت غبرګون سبب جوړېدای شي.

له خلیلزاده وپوښتل شول څومره وخت به واخلي چې افغانستان بیرته د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ په فهرست کې لومړیتوب تر لاسه کړي، ده وویل د یوولسم ستمبر تر پېښې چې څنګه امریکې افغانستان ته پام واړاوه او بیا یې تېر کال خپل پوځونه ترې را وایستل بیا داسې نه ښکاري چې لومړیتوب به ورکړي.

خلیلزاد د امریکې په استازیتوب د 2020م کال په فرورۍ کې له طالبانو سره د سولې تړون کړی وو، د هغه تړون یوه ماده دا وه چې په په افغانستان کې به یو داسې حکومت جوړېږي چې د افغاني ټولنې ټول اړخونه پکې برخه ولري.

زلمي خلیلزاد له ټي ار ټي سره په مرکه کې د یوه ټولشموله حکومت د نه جوړولو له کبله پر طالبانو زیاتېدونکو نیوکو ته اشاره وکړه او ویې ویل ډېر لوري غواړي د افغانانو ترمنځ د خبرو هغه بهیر بیرته پیل شي چې د تېر جمهوري نظام او د طالبانو ترمنځ یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پیل شوی وو:

"هغه تړون چې له طالبانو سره ما په دوحه کې لاسلیک کړی وو، هغه تر ټولو ښه چوکاټ دی، ځکه تېر حکومت یې هم د بنیادي برخو ملاتړ کړی وو او اوس ډېر اپوزیشن مشران وایي موږ باید بیرته هغه تړون ته ور وګرځو چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او ترهګرۍ ضد مبارزې وروسته درېیمه مهمه موضوع یې د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د نوي حکومت جوړول دي".

خلیلزاد وایي طالبانو ته په کار ده د یوه داسې حکومت جوړېدو لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړي چې د افغانستان د خلکو پراخ ملاتړ ولري، وایي که داسې ونه کړي نو له مخالفت سره به مخامخېږي چې دا به د نورو افغانانو د کډوالۍ سبب شي او کېدای شي بیا جګړې ته لاره هواره کړي.

طالبانو سمدستي د زلمي خلیلزاد خبرو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر شاوخوا یونیم کال کې یې په وار وار دا خبره کړې چې دوی د دوحې تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي او امریکا یې په وار- وار له دې تړونه په سرغړونه تورنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون په هرات کې د پولیسو د فراغت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې په ټول هېواد کې امنیت راوستی دی او وایي نړۍ به اخر دوی په رسمیت پېژني:

"دنیا به اخر دې ته راځي چې هم به تا [طالبان] په رسمیت پېژني، هم به له تا سره تعامل [اړیکې] ساتي او هم به له تا سره راشه درشه زیاتوي".

زلمي خلیلزاد دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې د نړۍ په وینا طالبانو یوې خواته د ښځو په اړه سختې تګلارې خپلې کړې دي او بلې خواته یې په تېرو اوونیو کې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر د خلکو عامې او ښکاره سزاوې پیل کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG