لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر: طالبانو د درېو ښځو په ګډون 14 کسانو ته په لوی مېدان سزاګانې ورکړي په درو يې وهلي


په افغانستان واکمنو طالبانو په لوګر ولايت کې درېو ښځو او 11 نارينه و ته په يو لوی مېدان کې سزاګانې ورکړي او په درو يې وهلي دي. د لوګر د طالبانو يو چاوراکي منلي چې دغو کسانو په غلا او اخلاقي جرمونو کې سزاګانې ورکړی شوي دي.

په ټويټر د طالبانو د حکومت سترې محکمې ويلي، د يو شمېر ولسواليو د عدالتونو لخوا 14 تنه چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، زنا او نورو فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې ورته تعزيري سزاګانې ورکړل شوي او په درو وهل شوي دي.

طالب چارواکو ويلي، چې 20 کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې د جرمونو په سر د عامو خلکو په موجودګۍ کې شرعي سزاګانې ورکړل شوې.

خو د راپورونو ترمخه له دې وړاندې په تخار ولايت کې هم يو شمېر کسانو ته شرعي سزاګانې ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې دا سزاګانې په داسې حال کې ورکړل شوي چې روانه مياشت د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو قاضيانو ته امر کړی وو چې د عامو خلکو په موجودګۍ کې په بشپړ ډول د حد او قصاص سزاګانې عملي کړي.

دوه ورځې وړاندې د يورپي پارليمان مشرې روبرټا مستولا پارلیمان ته ويلي وو ډېر زر به نړۍ د طالبانو لخوا خلکو ته عامې سزاګانې ورکول وويني.

هغې ويلي وو د کندهار نه داسې رپورټونه ترلاسه شوي چې نړۍ به ډېر زر ووينې چې طالبان به د خپل تېر حکومت په څېر خلکو ته عامې سزاګانې ورکول لکه سنګسارول، په درو وهل او لاسونه پرې کول پېل کړي.

طالبان چې د کال 1996 نه تر 2001 پورې په افغانستان واکمن وو، هغه وخت به يې هم په ښکاره په مېدانونو کې خلکو ته سزاګانې ورکولې.

تېر کال د اګست په میاشت کې بيا په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته طالبانو په لومړو کې په کابل کې ځينې کسان د غلاګانو په تور کې نيولي مخونه يې ورله تور کړي او په بازارونو کې يې ګرځولي وو.

خو په لوګر کې په يو لوی مېدان کې سزاګانې ورکول يې په رسمي توګه تاييد کړي دي.

طالبانو دا سزاګانې په داسې حال کې ورکړي چې د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی استازی زلمی خلیلزاد ويلي، طالبان هغه تېروتنې تکراروي چې په تېرو 40 کلونو کې په افغانستان کې شوې دي او ناوړه نتیجې یې لرلې دي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، که طالبان د افغانانو غوښتنې ونه مني دا به د نورو خلکو د کډه کېدو او جګړې سبب شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG