لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 مېټا: د امریکا پوځ په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې د انلاین اغېز خپرولو د کمپاین تر شا دی


واشنګټن – د فېسبوک، انسټاګرام او واټس اپ ګډې ادارې مېټا په یو راپور کې چې په دې اونۍ کې خپور شوی ویلي، د امریکا پوځ پورې تړلو خلکو په اوو انټرنېټ سروېسونو باندې جعلي اکاونټونه جوړ کړي چې پرې په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې د خپل اغیز د خپرولو په عملیاتو کې خلک په هدف کړي.‌

میټا ویلي، که څه هم د دغو عملیاتو تر شا خلکو هڅه کړې چې خپله پېژند ګلو او اړیکې پټې وساتي خو دوی ویلي، چې د دوی په پلټنو کې ددغو کسانو او د امریکا د پوځ ترمنځ اړیکې موندل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت لا تر اوسه د امریکا غږ لخوا د چهارشنبې یا شورو په ورځ ناوخته په دې اړه د کړې پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

خو د دفاع وزارت بي بي سي ته ویلي، "دوی د مېټا لخوا له خپور شوي راپور څخه خبر دي."

دوی بي بي سي‌ ته ویلي، "په دې وخت کې مونږ په دې راپور باندې نوره کومه تبصره نه لرو او نه هم د هغې په وړاندې د کوم ممکنه ګام اخېستلو په اړه چې ښايي د دفاع وزارت لخوا د راپور له امله واخېستل شي."

د مېټا راپور دا نظریه نوره هم ځواکمنوي چې د امریکا پوځ د هغو عملیاتو تر شا و کوم چې په لومړي ځل په اګسټ کې د ګرافیکا او سټنفورډ انټرنېټ ابزروټوري لخوا رپوټ شوي وو.

د اګسټ په راپور کې ‌په دې رڼا اچول شوې وه چې فېسبوک او ټوېټر د لومړي ځل لپاره د امریکا پلوو عملیاتو د کارولو په اړه راپور ورکړی چې په هغو کې جعلي خلک او تنظیم شوي معلوماتو ځای درلود چې د روس او ایران په څېر هیوادونه یې په امریکا او نورو ځایونو کې د غلطو معلوماتو د خپرولو وسیله بولي.

فېسبوک او ټوېټر د لومړي ځل لپاره د اغېز خپرولو امریکا پلوي عملیات لېرې کړي

مېټا په خپل راپور کې ویلي، دوی په فېسبوک باندې ۳۹ او انسټاګرام باندې ۲۶ اکاونټونه تړلي دي چې د تنظیم شویو کمپاینونو برخه وه او تمرکز یې په افغانستان، الجزایر، ایران، عراق، قزاقستان، کرغېزستان، روس، سومالیا، سوریه، تاجکستان،‌ ازبکستان او یمن هېوادونو باندې وو.‌

دغه کمپاین نه یواځې د مېټا په فېسبوک او انسټاګرام باندې وو بلکه همدارنګه په یوټیوب، ټېلېګرام، د روس په ټولنیزو رسنیو وېکانتېکتې او اودنوکلاسنېکې باندې چلېده.

مېټا وايي، په جعلي اکاونټونو باندې چې په دغو پلټفارمونو باندې چلېدل، په ورزش او کلتوري مسایلو باندې هم پوستونه کېدل، له امریکا سره په همکارۍ باندې پکې ټینګار کېده او په ایران، چین او روس باندې نیوکې.

اکثره دغه پوسټونه د امریکا د ختیځ ساحلي برخې په وخت باندې کېدل چې ډیري یې په عربي، فارسي او روسي ژبو وو.‌

دوی د امریکا د پوځ ستاینه کوله او د کورونا په اړه توکي یې خپرول کوم چې مېټا د غلطو معلوماتو د خپرولو له پالیسۍ سره د ټکر له امله لېرې کړي دي.

مېټا وايي، د فېسبوک اتومات سیستم ځینې دغه پوستونه وموندل او لېرې یې کړل.

واشنګټن پوست لیکلي، چې ددغو عملیاتو په اړه د لومړنیو معلوماتو له خپرېدو سره پنټګان د خپلو دغه ډول پټو سایکولوجېکو عملیاتو د بیا کتنې چارې پیل کړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG