لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک: د افغانستان هرو درېوؤ کې دوه کورنۍ د خوراکي توکیو پوره کولو کې ستونزو سره مخ دي


د نړيوال بنک لخوا ترسره شوې وروستۍ سروی يا نظر پوښتنه ښايي چې د افغان کورنيو لپاره ژوند کول ستونزمن دي ځکه چې په هېواد کې له هرو دريوؤ څخه دوه کورنۍ لومړنيو خوراکي او غېر خوراکي توکيو پوره کولو کې د ستونزو سره مخ دي۔

کار پوهان وايي چې په هېواد کې د سياسي بدلون وروسته ګڼ شمېر خلکو دندې د لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضېعت کې نه شي کولی چې د کورنيو لپاره کافي خوراک پېدا کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خلکو د امروزه ژوند د وضعيت مالومولو په اړه د نړيوال بنک لخوا دغه سروی د روان کال جون نه تر اګست مياشتې پورې ترسره شوې ده۔

د نظرپښتنې ترمخه په هېواد کې 65 ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې راتلونکو 12 مياشتو کې به يې د کورنيو اقتصادي حالت نور هم خراب شي۔

په کابل کې مېشت يو ځايي خبريال يارمحمد پردېس وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يو شمېر خلکو دندې د لاسه ورکړي چې خراب اثر يې د دوی د کورنيو په اقتصادي وضعيت پريوتی دی

" که وګورو نو د 500 زرو په شمېر کې نظامي کسان وو چې هغه في الحال بې دندې دي هم دا راز په سلګونو زره کسان وو چې هغوی نورو مختلفو ادارو کې کار کولو ولې د اسلامي امارت د راتګ سره د هغوی پرځای د امارت خپل کارمندان مقرر شوي دي"

هغه زياته کړه چې دوی په بازارونو او کليو او بانډيو کې سروی ترسره کړې ګرځېدلي دي ډېر خلک د بې کارۍ نه سر ټکوي او تر ډېره یې اقتصادي وضعيت ځپل شوی دی او خلک د يو وخت لپاره ډوډۍ نه شي پېدا کولی۔

د افغانستان لپاره د نړيوال بنک مشرې ملېنډه ګوډ ويلي چې د طالبانو موقتي اداره دې د خوراک د خونديتوب او اقتصاد ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړې ویلي چې افغانستان کې باید د صحت لومړنيو اسانتياو ساتنه وکړل شي او دا دې باوري کړل شي چې خصوصي سېکټر کولی شي چې د خلکو او په خاصه توګه ځوانانو لپاره چې د کار په لټون کې دي، د روزګار موقعې برابرې کړي۔

يار محمد پردېس زياته کړه چې د بې روزګارۍ له امله د سوالګرو او د کم عمره مزدورانو شمېره د تېر وخت په پرتله زياته شوې ده.

هغه وایي " په افغانستان کې د سوالګرو هغه فيصدي که 50 سلنه وه هغه ګراف اوس 70 نه تر 80 سلنه پورې پورته شوی دی"

نوموړي ډيوه ته دا هم وويل چې دماشومانو په شمېرکې نهايت زياتوالی راغلی چې هم سوال کوي، هم دلته کباړ ټولوي هم په نورو کارونو باندې داسې بوخت دي چې هغوی نه زده کړې پاتې شوي دي او د هغوی روغتيا ته پام لرنه نشته ۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي د جمهوريت په دوره کې عادي بوديجه تر ډېره دولت په خپله ترسره کوله ولې پرمختيايي بوديجه تقريبا ټوله په بهرني مرستو تکيه وه چې اوس دغه برخه په ټپه ولاړه ده او د هېواد دننه يې بې کارۍ ته لاره هواره کړې ده۔

ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه چې "په بېلا بېلو سېکتورو کې چې کومو مېرمنو کار کولو نو نزدې دغه ټوله طبقه په کورونو کې کښېناسته نو د هغې سره هم د کورنيو چې کوم عايد و يا کوم هغه د لومړنيو خوراکي توکيو اخستو توان و هغې ته صدمه رسېدلې ده"

د ښاغلي مبارز د نړيوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه غوښتنه ده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او وایي چې ترڅو کار نه وي برابر شوی نو د خلکو عايدات به نه لوړېږي او چې عايدات نه وي لوړ شوي نو خلک لومړنيو توکيو ته لاس رسی نشي پېدا کولی۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم په ټويټر ويلي چې د يخنۍ راتلو سره په دې هېواد کې 24،4 ميلينه افغان وګړي په سختو شرايطو کې ژوند کوي او د يخنۍ سره د مبارزې لپاره په بېړني ډول ګرمو جامو، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدو پېسو ته اړتيا لري۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG