لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبيح الله: د ملګرو ملتونو او غربي هېوادونو لخوا دُرو وهلو ته توهینوونکي ويل د اسلام بې احترامي ده


د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل چې په طالبانو د دُرو د وهلو سزاګانو بندولو غږ کړی او دغه عمل ته يې "ظالمانه، غېر انساني او بې احترامه کوونکې سزاګانې" ويلي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې د دين بې احترامي بللې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي،دوی "د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو سزاګانې يې غېر انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي".

اېمنسټي انټرنېشنل په 24 نومبر ويلي، طالبان دې په فوري توګه او بغیر د څه شرط نه خلک په درو د وهلو "مجرمانه" عمل ودروي او په رسمي ډول دې د عدليي نظام قایم کړي.

د ادارې په بیان کې په نړیوالې ټولنې هم غږ شوی چې په طالبانو فشار راوړي چې "ظالمانه، غیر انساني او بې احترامه کوونکې سزاګانې" ختمې کړي.

اېمنسټي انټرنېشنل دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې په وروستيو کې د طالبانو حکومت ويلي د لوګر ولايت د يو شمېر ولسواليو د عدالتونو لخوا 14 تنه چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، زنا او نورو فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې ورته تعزيري سزاګانې ورکړل شوي او په درو وهل شوي دي.

د اېمنېسټي انټرنېشنل ترڅنګ، په افغانستان کې د مېرمنو او د انساني حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیر هم د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې.

طالبان چې تېر کال په افغانستان کې په واک کې راغلي، د ښځو او جينکو ترڅنګ د بشري حقونو، او ازادۍ نه ورکولو په لړ کې په نړيواله کچه د نيوکو سره مخ دي.

پرون د جمعې په ورځ 25 نومبر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ [يوناما] هم د واکمنو طالبانو نه غوښتي چې په افغانستان کې د جنسيت په بنياد د تاو تريخوالي ټول ډولونه پای ته ورسوي او د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي پای ته رسولو د دوی د حقونو دپاره ګامونه پورته کړي.

ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونو ته په غبرګون کې زیاته کړې، هېوادونه او سازمانونه دې غېر ډول زمه واره څرګندونو ته اجازه ور نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG