لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين کې د کرونا لاک ډاون ضد مظاهرو کې د صدر شي نه د استعفا غوښتنه شوې


په چين کې د کرونا ضد سخت لاک ډاون پرضد مظاهرې شوي خلک په سړکونو راوتي د صدر شي ژين پينګ نه يې د استعفا غوښتنه کړې ده، د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د اتوار په ورځ په شنګهايي کې د مظاهره چیانو او پوليسو ترمنځ نښتې شوي دي.

د خبر ترمخه د چين په اقتصادي مرکز شنګهايي کې چې مظاهره چيانو د صدر شي ژين پينګ د استعفا او چاينه کمیونسټ پارټۍ د واک ختمولو غوښتنه کوله، پوليسو مظاهره چیان په زوره خواره کړي خو وروسته ويل شوي مظاهرې د پلازمينې بيجينګ په ګډون اووه ښارونو ته غځېدلي او په پوهنتونونو کې هم مظاهرې شوي دي.

په چين کې په پراخه کچه لاريونونه غېر معمولي ګڼل کيږي او راپورونه وايي د ملک د زوروره واکمن شي په ښکاره ملامته کول غېر معمولي ګام دی.

کرونا وايرس چې درې کاله مخکې ښکاره شوي چين یواځينې غټ هېواد دی چې اوس هم هڅې کوي چې کرونا وايرس ختم کړي او د دې دپاره يې د [زيرو کوېډ] پاليسي جوړه کړې ده.

د جمعې په ورځ په ارومچي ښار کې يوه ودانۍ کې د اوور لګېدو له امله لس تنه مړه شوي د کوم په اړه چې ويل کيږي چې د ژغورنې عمل د لاک ډاون له امله د ځنډ سره مخ شوی وو. په شنګهايي کې د خالي په شپه ناوخته ګڼ خلک د لاريون دپاره راټول شوي وو.

اېسوسي اېټډ پرېس ویلي، داسې ويډيو يې ليدلې چې پکې مظاهره چيان په ښکاره نعرې وهي، شي ژين پينګ دې استعفا ورکړي.

مظاهره چيانو د نيولو او انتقام د ويرې خپل نومونه پټ کړي او يو چې خپل وروستی نوم يې ژاو ياد کړی، دغه نعرې وهل تاييد کړي دي.

مظاهره چیانو ویلي، په مظاهره کې داسې ماحول راجوړ وو چې خلک يې د تيانانمين په چوک د قتل عام چرته چې په جمهوريت پلوه زده کوونکو باندې پوځ ډزې کړې وې، په شان ممنوعه ګڼل کېدونکو موضوعاتو باندې خبرو ته وهڅول. ځينو په ارومچي او سينکيانګ کې د عامې رسمي بخښنې غوښتنه هم کوله.

د مظاهرې يو برخه وال چې په لومړي ځل يې په مظاهره کې ګډون کړی ويلي يې دي، "هر څوک فکر کوي چې چينايان ويريږي جرات نه شي کولی چې راووځي او مظاهره وکړي، ما هم داسې ګڼله خو چې کله زه مظاهرې ته لاړم ما وليدل چې هلته هر څوک ډېر زړور وو".

ويل شوي په لومړۍ کې پرامنه مظاهره چې وروسته تشدد پله ګرځېدلې پوليسو ځينې خلک په زوره خواره کړي او ځینې يې نيولي دی خو د دې تاييد نه دی شوی.

ژاو ويلي يو ملګری يې پوليسو ډبولی دی. هغه ويلي مظاهره چيانو نعرې وهلې چې "پي سي ار ټېسټ نه بلکې ازادي غواړي".

ويل شوي د 50 پورې پوهنتونونو کې هم مظاهرې شوي دي.

د چين په شمال لويديځو دوه ښارونو کې خلکو ويلي چې دوی د څلورو میاشتو نه په کورونو کې دي، د اتوار په ورځ يې ویلي د جمعې د ورځې د مظاهرو نه وورسته يو څه نرمي شوې ده.

د چين سرکاري خبري ادارې ويلي، په ارومچي ښار کې چرته چې اوور لګېدلی وو او دغه رنګ د کورلا په وړوکي ښار کې د بازارونو او نورې سوداګرۍ پرانستو سره د بس او اوور ګاډي، د هوايي ډګر دپاره تيارۍ نيول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بې کوره شوي افغانان اوس د بې وزلۍ سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG