لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: د داعش مشر ابوالحسن الهاشمي القرېشي د اکتوبر په مياشت کې وژل شوی وو


امریکا ويلي، د میاشت نه زياتې ورځې مخکې په دې خبر وو چې د داعش مشر ابوالحسن الهاشمي القرېشي وژل شوی وو. داعش پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ د خپل مشر د وژنې اعلان کړی دی.

د داعش وياند ابو عمر المهاجر په يو غږيز بيان کې ويلي، "ابوالحسن الهاشمي القرېشي د خدای د دښمنانو سره په جګړه کې مړ دی او هغه د خپلې مړينې نه وړاندې څو کسان وژلي".

د امریکې مرکزي /سنټرل کمانډ وروسته په خپل بيان کې تايید کړې چې ابوالحسن د اکتوبر په میاشت کې د شام په جنوبي برخه کې د فري سيرين ارمي يا شام د ازادۍ ځواک د لاسه وژل شوی وو، کومې ياغي ډلې ته چې د امریکا همکاري نه لري.

د وي او اې د خبر ترمخه امریکا چې په دغو عملياتو کې لاس نه درلود، بيا هم امریکايي چارواکو څيړنه کړې او ويلي يې دي چې د شام د ازادۍ ځواک په حقيقت کې ابوحسن وژلی دی. دغه خبره د امریکا د دفاع يو چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط وي او اې ته کړې ده.

امریکايي چارواکي دا نه دي ويلي چې امریکې تراوسه پورې د داعش د مشر د وژنې د خبر تاييدولو نه انکار کولو او نه د امریکا د دفاع او استخباراتي چارواکو دغه وضاحت کړی چې د ډي اېن يا طبي معاينې د لارې د دې جوګه شو د هغه اصل نوم ابوحسن دی که دا يې فرضي نوم دی.

د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو استخباراتو د جولايۍ په میاشت کې ویلي وو چې ابوحسن په هغو دوو کسانو [جمعه عواد ابراهيم البدري د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي ورور يا عبدالروف المهاجر] کې يو وو چې د داعش مشري يې کوله.

وړاندې ځینې داسې خبرونه هم ورکړل شوي وو چې ابوحسن عراقي وګړی بشر خطاب غزل الصمېده دی خو وروسته د ترکي چارواکو ويلي الصمېده د مې د مياشتې راهسې د دوی بند کې دی او هغه په استنبول کې په يوه چهاپه کې نيول شوی وو.

امریکې د داعش د مشر د وژنې د اعلان هرکلی کړی دی.

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري کراېن جين پيير ویلي، "مونږ خوشاله يو چې د داعش د سر مشران په چټکتيا سره د مخې نه لرې کول کيږي. مونږ به د ترهګرۍ ضد دا کامياب عمليات مخ په وړاندې بوځو او دا فشار به په ځای ساتو".

ابوحسن چې د امریکا په لاس نه دی وژل شوی، خو د هغه وژنه د ترهګرې ډلې د مشرتابه دپاره د سختې ضربې د لړۍ تازه کړۍ ده.

دا په اته مياشتې موده کې د داعش د پينځم مهم مشر دی چې د لاسه يې ورکوي.

داعش ډله په کال 2014 کې په شام او عراق کې مخې ته راغلې په چټکتيا سره یې پراخه علاقه نيولې او د خپلسره خلافت اعلان يې کړی وو.

په 2017 کې دغه ډلې ته په شام او عراق کې ماته ورکړی شوې وه خو ياده ډله اوس هم ځای په ځای بريدونه کوي او خطره ګڼل کيږي.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کال 2019 کې وژل شوی وو.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په اکتوبر 2019 کې اعلان کړی وو چې د امریکا په پوځي عملياتو کې د تندره ډلې داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې د يادې ډلې مخکنی مشر ابوابراهيم القرېشي د شام په شمالي صوبه ادلب کې په امریکايي حمله کې وژل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG